IQNA

«علی د انساني عدالت غږ» کتاب د سندي ژبې ژباړه

7:52 - January 09, 2017
د خبر لمبر: 3480353
نړیواله ډله: د جرج جرداق کتاب «علی د انساني عدالت غږ» د «منور بټ» له اړخه په سندي ژبه کې ژباړه او د پاکستان حیدر آباد کې چاپ او خپور شو.
«علی د انساني عدالت غږ» کتاب د سندي ژبې ژباړه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، پاکستان حیدر آباد کې د ایران کلتوري سازمان ویبپاڼې نه په نقل، د لبنان مسیحي جرج جرداق دا کتاب د «الامام علی صوت العدالة الانسانیة» عنوان سره په عربۍ ژبه کې لیکلې او منور بټ دا کتاب سندي ژبې ته ژباړه کړي.

دا کتاب له دې نه مخکې په فارسی، انګلیسې او اردو ژبې ته ژباړه شوي او په سندي ژبه کې د «انساني ضمیر جو امام علی علیه السلام» عنوان سره ژباړه او خپور شوي دي.

منور بټ دا کتاب لیکوال ته ډالي کړي او لیکلې دې: زه د سندي ژبې دا ژباړه د دې کتاب په عربي ژبه کې لیکوال جرج جرداق ته ډالی کوم چې وجدان یی ژوندي وو، سره د دې چې مسیحي وو خو ولی دا کتاب یی ولیکلو الله د هیڅ چا زحمتونه نه ضایع کوي فقط هغه بهترین اجر ور کوونکې او قادر مطلق دي.

دی پاکستانی ژباړه کوونکې تر اوسه «حضرت زینب سلام الله علیها د کربلا زړوره ښځه»، «د حضرت علی مرتضی علیه السلام سیرت»، «د حضرت محمد صلی الله علیه و آله نړیواله پیغام»، «له وینو ډکه صحرا(د کربلا په موضوع)» او «فاطمه، فاطمه ده» کتابونه سندي ژبې ته ژباړه کړي.

هغه ژباړې چې را روان وخت کې به خپرېږي «حضرت خديجه سلام الله علیها، د پیغمبر صلی الله علیه و آله او ایمان روړونکې لومړۍ ښځه» او «د اسلام لنډ تاریخ» چې دواړه کتابونه له انګلیسې ژبې نه ژباړه شوي ته شامل دي.

http://iqna.ir/fa/news/3560358


captcha