IQNA

د رمضان په میاشتې کښې بنګلادېش ته قاري لېږلو لپاره د ایران تیاری

9:29 - May 01, 2019
د خبر لمبر: 3482132
نړیواله ډله: په بنګلادېش کښې د ایران کلتوری سازمان مشر د دغه هیواد اسلامی سازمان چارواکو سره په کتنه کښې، د رمضان په میاشته کښې د ایران قاري بنګلادېش ته لېږلو په اړه د خپلې چمتو والی اعلان وکړو.
د ایکنا راپور له مخې، د اسلامی اړیکو او کلتوری سازمان نه په نقل، سید محمد مهدی حسیني فائق، په بنګلادېش کښې د ایران کلتوری سازمان مشر، په بیت المکرم د بنګلادېش اسلامی سازمان مرکز کښې د نورالاسلام د دغه سازمان مشر ځای ناستې، د دعوه سازمان کلتوری برخې مشر او د دغه سازمان د جومات برخې مشر سره په شتون کښې کتنه وکړه.
د دغه کتنې په شورو کښې انیس الرحمان دې بیان سره چې مونږ د ایران هیواد سره مینه لرو، ځکه چې تل د اسلامی اصولو ساتنه یی کړې ده او د فلسطین په ستونزه کښې د اسرائیل او امریکا په مقابله کړې، وویل: د جمهوری اسلامی دیني سازمانونه ډېر ځواکمن او اغېزمن دی او هیله لرو چې په دغه اړه به زیات کار او الګو اخیستلو سره په بنګلادېش کښې هم په کلتوری چارو پرمختګ او پراختیا کښې ترلاسه کړو.
نورالاسلام په ادامه کښې وویل: له نیکه مرغه د دې سازمان له ایران کلتوری سازمان سره اړیکې په زړه پورې سطح باندې ترسره کېږي او هیله لرو چې همدارنګه دا همکارۍ په بېلابېلو برخو کښې پياوړى شې.
په بنګلادېش کښې د ایران کلتوری سازمان مشر هم په خپلو خبرو کښې د اسلامی بنسټ چارواکو سره د همکارۍ او د قرآن کریم مقابلې پیل کولو نه ستاینه وکړه او ټینګار یی وکړو: د بنګلادېش حکومت او د دغه هیواد مسلمانان زمونږ روڼه ګڼلې شي او د کلتوری سیاست کښې ځانګړې مقام لرې او څرګنده وې چې په بېلابېلو برخو لکه د قرآن کریم فعالیتونو او دینی مناسبتونو پیل کولو کښې لکه د پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله زوکړې جشن سره پیل کول د فعالیت امکان شتون لرې او باید له دغه ظرفیتونو نه د کلتوری اړیکو ته پیاوړتیا ورکولو لپاره استفاده وکړو.
په ادامه کښې نور الاسلام د رمضان المبارک د میاشتې پروګرامونو ذکر سره د دغه سازمان قرآنی پروګرامونو ته اشارې سره وویل: د بنګلادېش قاریان د قرآن کریم په حفظ کښې بریالي دی، خو ولی د قرائت په بحث کښې تعلیم ته اړتیا لرې، د ایران کلتوری سازمان مشر هم په اخیره کښې ټینګار وکړو: د اسلامی سازمان غوښتې او خوښې سره دا امکان شتون لرې چې د رمضان المبارک په میاشته کښې د ایران یو نړیواله قاری بنګلادېش ته دعوت شی.
http://iqna.ir/fa/news/3807536
captcha