د ایکنا راپور له مخې، د تلوسه راډیو خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، پرون د پروان ولایت د امنیه قومندانۍ له ترهګرۍ سره د مبارزې پولیسو د یو عملیات په ترڅ کې ۱۴ بورۍ چاودېدونکي توکي کشف او ضبط کړل. ضبط شوي چاودېدونکي توکي د امونیم نایترېد له ډوله دي، چې د سیدخېل ولسوالۍ په انچوی کلي کې د یوه کور له منځه نیول شوي دي. ترهګرو غوښتل له یادو چاودېدونکو توکو د بمونو او بشکه یي ماینونو په جوړولو کې ګټه واخلي.
http://talwasa.af/2019/06/06