IQNA

عمران خان: له طالب مشرانو سره به ګورم او سولې ته به یې هڅوم

0:56 - July 25, 2019
د خبر لمبر: 3482312
نړیواله ډله: د پاکستان لومړي وزیر د سې شنبې پر ورځ په واشنګټن کې د امریکا د سولې انسټیټیوټ کې په خپله وینا کې وویل، پاکستان ته له ستنېدو وروسته به د افغان طالبانو له پلاوي سره ګوري او هڅه به کوي چې دا ډله له افغان حکومت سره مخامخ خبر ته چمتو کړي.
د ایکنا راپور له مخې، د آوا خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، عمران خان وویل، کله چې لومړی وزیر شو نو هماغه وخت هم طالب استازو غوښتل چې له ده سره وګوري، خو افغان حکومت د دې کتنې په اړه اندېښنه درلوده، نو ځکه ده له طالبانو سره ونه کتل.
لومړي وزیر وویل، د نورو سیاست والو برعکس دی تل په دې باور و چې د افغانستان جګړه پوځي حل نه لري، او له همدې کبله ده د طالبانو ترمنځ هم محبوبیت درلود.
عمران خان زیاته کړه چې په افغانستان کې راتلونکې ولسمشریزې ټاکنې ټولشموله وي، تر څو طالبان هم وکړای شي چې پکې ګډون وکړي.
ښاغلي خان پرته له دې چې د کوم هېواد نوم واخلي وویل، د افغانستان ټول ګاونډیان په دې هېواد کې سوله نه غواړي، ځکه دوی خپلې موخې لري، خو امریکا، پاکستان او پخپله افغانستان درې واړه تر ټولو ډېر سولې ته لېواله دي.
په یوه اوږده او مفصله وینا کې عمران خان وویل، د پاکستان پخوانیو حکومتونو تېروتنه وکړه چې د امریکا په مشرۍ د ترهګرۍ پر ضد جګړه کې ور ګډ شول.
ده ده په وینا، هغه وسله والې ډلې چې له القاعدې سره یې اړیکې درلودې د پاکستان پوځ لخوا رامنځته شوې وې چې په افغانستان کې د روسي پوځ پر ضد وجنګېږي.
نوموړي زیاته کړه، کله چې د پاکستان پوځ د امریکا په غوښتنه د همدې ډلو پر ضد عملیات پیل کړل نو په پاکستان کې د ننه اورپکې پیدا شوه او په پایله کې یې پاکستاني طالبان رامنځته شول.
عمران خان د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ ستاینه هم وکړه چې، د ده په وینا، غواړي د افغانستان جګړه ختمه کړي. لومړي وزیر خان وویل، که ټرمپ نه وای نو شونې وه چې دې جګړې شل کاله نور هم دوام کړی وای.
د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پرون دوشنبه د جولای پر ۲۲مه نېټه واشنګټن کې د پاکستان له لومړي وزیر عمران خان سره وکتل. په دې کتنه کې دواړو مشرانو د افغانستان پر روان سیاسي او امنیتي وضعیت هم خبرې وکړې.
ولسمشر ټرمپ ویلي، له پاکستان سره په سلا مشوره به امریکا خپل ځواکونه له افغانستانه وباسي.
ولسمشر ټرمپ وویل، دی کولی شي چې د افغانستان جګړه په یوه اوونۍ کې ختمه کړي او افغانستان د نړۍ له نقشې ورک کړي، خو دا به د لس میلیونونو کسانو د وژنې په معنی وي او دی دا کار نه غواړي.
د نوموړي دې څرګندونو په افغانستان کې د چارواکو او سیاست والو سخت غبرګونونه را وپارول. د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ د د سې شنبې پر ورځ ولسمشر ډونلډ ټرمپ دې څرګندونو په اړه وضاحت وغوښت.
ارګ د ښاغلي ټرمپ ورستیو څرګندونو ته په غبرګون کې ویلي، افغان ملت هېڅ بهرني قدرت ته د خپل برخلیک د ټاکلو اجازه نه ده ورکړې او نه به یې ورکړي.
captcha