IQNA

په قدرت سره دعربستان او داماراتو ددسیسو په مقابل کښې ودریږئ

17:30 - August 14, 2019
د خبر لمبر: 3482348
نړیواله ډله: د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای پرون په تهران کښې د یمن دانصار الله غورځنګ له یوه(۱) پلاوی سره په کتنه کښې په دې خبرې ټینګار سره چې سعودی عربستان او متحده عربی امارات د یمن د ویشلو هڅه کوی وویل باید په قدرت سره ددغه دسیسې په مقابل کښې ودریږئ او په ځمکنۍ بشپړتیا سره د متحد او دیوهیړ یمن ملاتړ وکړئ .

ایکنا راپور له مخې، د ایران د اسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دیمن د انصار الله غورځنګ له پلاوی سره په کتنه کښې د سعودی عربستان د متحده عربی اماراتو او دهغوې دملاتړو د پراخو او څاروی ډوله تیریو په وړاندې د یمن د خلکو د ایمان، د مقاومت ، هوشمندۍ او د جهادی روحیې په قدرونې سره ټینګار وکړ ددغه هیواد بیلابیلو قومیتونو او دینی عقایدو ته په پام سره د یمن د پیوستون ساتل د دغه هیواد دخلکو ترمینځ خبرواترو ته اړتیا لری .

هغه حضرت زیاته کړه دیمن خلکو په خپل تاریخی او ژور تمدن او د مقاومت او زړورتیا په روحیې سره چې په تیرو پینځو(۵) کلونو کښې ښودلی ده مخ ته ښه راتلونکی لری او یو (۱) پیاوړی حکومت به جوړ کړی او ددغه حکومت په چوکاټ کښې به پرمختګ ته ورسیږی .

داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د ایران داسلامی جمهوریت د حکومت د لویدیځ ضده او  دامریکا ضده دریځونو ته په اشارې سره ټینګار وکړ دغه دریځونه د تعصب پراساس نه دی بلکې د واقعیتونو او د امریکا او دلویدیځ د چارواکو د کړچار پراساس دی  چې په انسانی ، مدنی او اخلاقی ظاهر سره ترټولو بد جنایتونه ترسره کوی .

د مشر تابه ستر مقام حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دغه راز دهغو جنایتونو په هکله چې په یمن او فلسطین کښې کیږی د لویدیځو هیوادونو بې تفاوتۍ د ننۍ نړۍ د واقعیتونو یوه(۱) بیلګه وګڼله .

حضرت ایت الله خامنه ای دغه راز دیمن د مومنو میرمنو او سړیو د زړورتیاو دملاتړ د اعلانولو په ترڅ کښې وویل له دغو جنایتکاره قدرتونو سره باید د ایمان  او د مقاومت په قدرت او په الهی نصرت باندې تکیې سره مقابله وکړئ او یوازنۍ لاره همدا ده .

ددغه کتنې په پیل کښې د یمن دانصار الله غورځنګ ویاند محمد عبدالسلام د ایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای ته  د دغه غورځنګ دمشر سید عبدالملک بدر الدین د لیک په ورکولوسره وویل د یمن خلک په ډیرو سختو شرایطو کښې دی او په خالی لاسونو خو په ایمان او په ثابت قدمې سره د اولسو(۱۷) حکومتونو د تیریو په مقابل کښې دریدلی دی .

عبدالسلام وویل تا ته قول درکوم چې دیمن ملت به د  کوټلی او دیوه(۱) واحد لاس په شان تر بشپړه بریالیتوب پورې د ظلم او دتیری په مقابل کښې خپل مقاومت او استقامت ته دوام ورکړی .

parstoday

captcha