قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) آسیا غربی څانګه، حجت الاسلام والمسلمین سید عیسی حسینی مزاری، د آیت الله ناصر مکارم شیرازی په افغانستان کښې نماینده په کابل کښې د رمضان میاشته ۲۱ شپه د روڼولو په مراسمو کښې وویل: مونږ د افغانستان شیعیانو لپاره دا ننګ دې چې په عراق کښې زمونږ مقدس ځایونه تهدید کېږې او مونږ دې دلته خپل ژوند تېره وو.
هغه زیاته کړه: له دې فرصت نه ګټل اخیستل لازمه ګڼم او د افغانستان ولس په نمایندګی کې دا اعلان کوم چې مونږ هر وخت د عراق په ځمکه او جبهو نه د الله دښمنانو سره جنګ کښې شرکت کولو ته تیار یو.
حجت الاسلام عیسی مزاری ټینګار وکړو: معلومه د چې د مسلمان او شیعه په توګه مونږ د نورو مسلمانانو لکه د غزه مظلوم ولس لپاره د زمه واری احساس وکړو او د رژیم اسرائیل نه د کرکې او او د هغې د رژیم اسرائیل په خلاف د جنګ د پاڅون او ټینګار نه حمایت وکړو.
د آیت الله ناصر مکارم شیرازی په افغانستان کې نماینده وولی: هغه چې ځان ته مسلمانان وایئ خو موجوده د اسلامی نړی پېښو په تیره د عراق او فلسطین څخه بې پروا دې نو د دې خلکو مسلمانی یواځې یوه ادعا ده او داسې خلکو باندې مسلمان نوم نشو ایښودی.
دې افغانی دینی عالم د قدر شپو ته په اشاره سره وولی: ډېره به ښه وې که هم اوس نه الله او د خپل زمانی امام سره وعده وکړو چې له دې نه پس به خپل ژوند ته علوی رنګ ورکړو او د الله نه وغواړو چې زمونږ تېر ژوند هر رنګه وو خو مونږ په خپل لویی او عظمت سره وبخښې، خو له دې نه پس باید خپله لار د خپل امام او رهبر حضرت امام علی علیه السلام لار وګرځه وو، که څه هم د هغوی غوندې کېدل د وس خبره نه ده خو ولی د هغوی ژوند او د هغوی د ویناوو خپل ځان لپاره سرمشق وګرځه وو. او دا کار به په لټون او د خپل ځان سره وعده او د الله توفیق سره کېږې.
تبیان فرهنګی او اجتماعی فعالیت کوونکې مرکز مشر د افغانستان اوسنی حالاتو کړکېچو ته اشاره سره وولی: که څه هم نن په هیواد کښې جنګ دې او امن نشته، قتل او غلانه، ظلم او زیاتی، رشوت خوړنه ده خو دا هر څه د هم دې خاورې او اوبه له زامنو نه ده چې سم تربیت شوې نه دې او نن یی مونږ د لاسه دا هر څه زغمو.