قرآن خبر خپرووونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فرنس ۲۴ چینل نه په نقل، ژیل دوور نومی فرانسوی وکیل خبرنګاران سره په مرکه کښې اعلان وکړو: په دې عریضه کښې د اسرائیل ځواکونو په جون او جولائی میاشتو کښې جنګی جنایاتو تعقیب کولو غوښتنه شوی.
هغه زیاته کړه: اسرائیل، دا نیواکګر رژیم ځواک، پوځی عملیات روان کړی چې په رسمی او ذاتی توګه د نړیوال قانون سپکاوی دی.
دوور زیاته کړه: اسرائیل هر ورځ نوی جنایات ترسره کوی او په سلو کښې آتیا کسان له غیر ځواکونو نه دی، ماشومان، ښځې، روغتون، مدرسې او ... اسرائیل د هیڅ څیز احترام نه کوی.
هغه ټینګار وکړو: دا یوه ځواکی برید دې په فلسطینو
د دوور په وینا: که څه هم فلسطین تر اوسه د شخړو له وجه د لاهه محکمه غړی نه دې، خو ولی دا غوښته قانونی لحاظ سره اعتبار لری.
تر اوسه ۹۰۰ فلسطینی د اسرائیلو په غزه باندې دې ۱۷ ورځو بریدونو کښې وژلی شوی.