دا مراسم په هرات کښې د تبیان کلتوری او ټولنیز فعالیتو مرکز د غړی دفتر له اړخه پیل شو، حجت الاسلام والمسلمین سید محمود هاشمی، وولی: په منځنی ختیځ کښې یوه مهمه مسئله همېش جنګ دی، چې هغه اسرائیل غاصب رژیم تېرو شپېتو کالو نه یی بیت المقدس او د فلسطین مسلمانانو باندې تحمیل کړی.
په هرات کښې د تبیان کلتوری او ټولنیز فعالیتو مرکز د غړی دفتر مشر زیاته کړه: که غور وکړو نو د فلسطین مسئله له دوو اړخو د ایمان لرونکیو زوړونه داغدار او د مسلمانانو زړونه یی ټپی کړل، د هغې نه ړومبۍ دا چې بیت المقدس د مسلمانانو تر منځه ډېرو دلیلونو سره تقدس، شرافت او درناوی لری، د مسلمانانو ړومبۍ قبله ده هغه مقدس ځې چې پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم له نورو مسلمانانو سره بیت المقدس په لور لمونځ کړی.
هغه زیاته کړه: او دویمه دا چې دا د اسلام جومات دی چې په قرآن کښې د دویم جومات په نوم راغلی.
هاشمی وویل: بیت المقدس درېیم حرم دی، ړومبۍ حرم شریف مکه مکرمه، دویم حرم شریف مدینه منوره او درېیم حرم شریف بیت المقدس دی، او د قرآن مجید په رڼا کښې د معراج په شپه پیغمبر اکرم صلی الله علیه و آله وسلم له مسجد الحرام نه د اقصی جومات ته تلی وو او بیا له اقصی جومات نه د آسمانونو ته اوچت شوې وو، د قرآن د ویناوو په رڼا کښې د بیت المقدس سره خوا شا ځمکه هم مبارکه ځمکه ده، ځکه چې دا ځمکه د تاریخ په اوږدو کښې د پیغامبرانو د دعوت او د توحید له نور نه منوره ده.
په هرات کښې د تبیان کلتوری او ټولنیز فعالیتو مرکز د غړی دفتر مشر په آخره کې وولی: د مرګ په اسرائیل شعار یو ارزښتمنه حل لار وټاکو، ځکه هم دې شعار سره مونږ کولی شو چې راروان نسل ته له استکبار سره ضد ته رواج او ټینګښت ورکړو.