IQNA

غزه کښې په جوماتونو باندې د اسرائیل بریدونه اسلامی مرسته سازمان محکوم کړل

16:43 - August 06, 2014
د خبر لمبر: 1436751
نړیواله ډله: غزه کښې جوماتونو باندې د صهیونیستی رژیم بریدونو دوام او په دغه سیمه باندې د صهیونیستو حمله اسلامی مرسته سازمان محکوم کړه.


قرآن خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) د مصر الیوم السایع خبر خپروونکې ویب پاڼه نه په نقل، ایاد بن امین مدنی، د اسلامی مرسته سازمان مشر پرون په یوې بیانیه کښې اعلان وکړو: د تاریخ په اوږدو کښې د دارنګه ځناور توب (لکه اسرائیل چې په غزه کښې کوې) نه دې لیدلی.

هغه د اسلامی مرسته سازمان غړی هیوادونو نه چې د اسرائیل سره اړیکې لری غوښتنه وکړه چې خپل کارونو باندې کره کتنه وکړې، اباد مدنی همدارنګه هغه هیوادونه چې له اسرائیل نه سیاسی حمایت کوې او اسرائیل ته د مرګ او ویجاړتیا لپاره لاره ورکوې نه غوښتنه وکړه چې د اسرائیل جنایاتو باندې چې دوې ورسره په کښې شریک دې ته سترګی ؤ غړاوې.

هغه وجدان لرونکې مسلمانانو او انسانانو نه هم غوښتنه وکړه چې له سیاسی او اقتصادی وسایلو سره په خپله د فلسطین مظلوم وروڼوو لپاره په وظیفه عمل وکړې.

http://www.iqna.ir/fa/News/1435854

captcha