IQNA

غزه کښې درې ورځې اوربند

1:49 - August 07, 2014
د خبر لمبر: 1436800
نړیواله ډله: صهیونیستی رژیم او د فلسطین اسلامی مقاومت ډلې حماس پرون د مصر په وړاندیز د درې ورځو اور بند په باب موافقه وکړه.


قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د خبر خپروونکې رویترز نه په نقل، دا اور بند به ۷۲ ګېنټې وې د نن سحر د نړیوال وخت  ۵ بجو نه دا وخت شروع شو تر دې چې د رژیم صهیونیستی او فلسطینی ډله د اوربند وخت کښې زیاتون لپاره غونډه وکړی.

د حماس او اسلامی جهاد غړو پرون په قاهره کښې د مصر د اطلاعاتو مشر سره د غزه حالاتو په هکله کتنه وکړه.

څو ګېنټې پس د اسرائیلو امنیتی کابینه د مصر په وړاندیز د اور بند اعلان وکړو.

ورپسې حماس هم په رسمی توګه د اوربند اعلان وکړو.

د رژیم اسرائیلی هوایز، سمندری او ځمکې بریدونو نه په غزه کښې د میاشته ۱۷ نه تر اوسه ۱۸۶۵ فلسطینی وژلی شوی او تقریباْ ۱۰ زره کسان په کښې تپې شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1436071

captcha