IQNA

د مزار شریف د جمعه خطیت:

غزه کښې اسرائیل اصلی بایلوونکې دی

3:41 - August 11, 2014
د خبر لمبر: 1437960
بهرنې څانګه: حجت الاسلام هاشمی افغانستان مزار شریف کښې د جمعه د لمونځ خطبه وویل: نن هغه چې ماته یی خوړلې اسرائیل دی، دا صهیونیستی رژیم دروغ وایئ چې خپل هدف یی تر لاسه کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، غربی آسیا څانګه، حجت الاسلام والمسلمین حیدر علی هاشمی، د مزار شریف د ښار سلطانیه جومات کښې د جمعه د لمونځ خطیب د جمعه په خطبه کښې وویل: نن اسلامی نړۍ د سختو او شدید ستونزو سره مخامخ دی، او دښمنان اراده لرې چې د مسلمانانو افکار او عقاید هدف وګرځه وې او د اسلام له بېخه ویجاړ کړی.

د مزار شریف د جمعه خطیب زیاته کړه: د خپلو بچو لپاره کوښښ وکړی چې د پاکو امامانو د حدیثونو په رڼا کښې یی روزنې وکړی او له دې نه مخکښې چې نور یی ذهن ګډوډ کړی تاسو یی د هغوی مقابله ته تیار کړی.

حجت الاسلام هاشمی وویل: هدایت له هغه ځګی نه راپورته کېږې چې رذالت ترې ډډه کوې، ځنې تلویزیون چینلی دا رنګ برنامه نشر کوې چې د ځوانانو ذهن خرابه وې نو په کار دا ده چې د رسنۍ نه هم دینی او کلتوری او اسلامی او اخلاقی پروګرامونه وښودلې شې.

د سلطانیه جومات د جمعه خطیب په دویمه خطبه کښې وویل: په غزه باندې د برید نه ورسته که څوک بایلوونکې او ماتې خړوونکې دی هغه پخپله هم اسرائیل دی.

هغه ادامه کښې وویل: د وژونکو او ټپیانو شمېره دومره مخکښې د فلسطین جنګونو کښې سابقه نه لرې او د جنګ په دې مرحله کښې ډېر څه حقایق نړۍ ته روښانه شو.

حجت الاسلام والمسلمین هاشمی وویل: له دې بریدونو نه وړاندی عرب نړی ادعا لرله چې اسرائیل په حقه دی، او له خپل حق نه دفاع کوې، خو ولی د عربو هیوادونو ولس او د غیر اسلامی هیوادنو ورو ورو پرې اعتراض کول پیل کړه او د ملګرو ملتو سازمان هم مجبور شو چې دې باره کښې خبرې وکړی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1437288

captcha