قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)له راپور له مخې، د ایرانی ټولنې دوستانو له نور هیوادونو او د نړیوالو ټولنو سره دغزه له مظلوم ولس حمایت لپاره د خواخوږی هفته نن څلورمه ورځ د ۱۷ هیوادونو سفیرانو په شتون کښې پیل کېږې.
په دې غونډه کښې د فلسطین سفیر صلاح زواوی، د فلسطین انتفاضه نړیوالې جرګه او کنفرانس سرمنشی شیخ الاسلام، محسن اسماعیلی د حقوقپوه او شورا څارونکی غړې، او مصر کښې د ایران د منافع څارونکې محمود مهتدی او نور نړیوال شخصیتونه په کښې ویناوې کوی.
د لبنان، روم، کومور، مالیزیا، افغانستان، جنوبی کوریا، یوروګوای او... هم دې غونډه کښې په څلورمه ورځ ګډون کوی، په دې غونډه کښې به په درې ژبو فارسی، عربی او انګلیسې کښې یوه بیانیه د غزه مظلوم ولسو په حق کښې او د صهیونیستو د جنایاتو په خلاف وړاندې کېږې، چې د نړیوال شخصیتونو لاسلیک سره به په ایران کښې موجود د ملګرو ملتو نړیوال سازمان ته وړاندې کېږې.
دا دې غونډه څلورمې ورځ د تهران ښاروالی کلتوری او هنری سازمان د چینلو هماهنګی او داستانی لوی شورا په مرسته ترسره کړو.
http://www.iqna.ir/fa/News/1438373