قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «smc.sd/post» ویب پاڼه نه په نقل، الطیب حسن بدوی، په دې هکله وویلی: په کال ۲۰۱۵ کښې سنار ښار د اسلامی نړی کلتوری پایتخت جوړولو طرحه به د یونسکو سازمان په مرسته تر سره کېږې.
هغه د کادقلی ښار د سوډان کلتوری پایتخت جوړولو خبر هم ورکړو او وې ویل: دا طرحه به د سوډان وزارتخانو او حکومتی او غیر حکومتی کلتوری مؤسسو په مرسته تر سره کېږې.
د سوډان کلتوری وزیر څرګنده کړه: د سوډان ښارونو د کلتوری پایتخت په توګه انتخاب د دې هیواد کلتوری، علمی، تاریخی میراث ژوندی ساتل او ملی او اسلامی یووالی دی.
همدارنګه ۲۰۱۵ کښې کادقلی ښار د سوډان کلتوری پایتخت جوړولو مشر وویل: کادقلی ښار د سوډان کلتوری پایتخت ټاکلو سبب په دې ښار کښې د اسلام او مسیحیت کلتوری میراث ژوندی ساتل دی.
http://www.iqna.ir/fa/News/1438938