قرآن خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) غربی آسیا څانګه، هرات کښې د حضرت آیت الله ناصر مکارم شیرازی د دفتر له اړخه د امام صادق علیه السلام د شهادت کلیزه مراسم پیل شو، شیعه او سنی عالمانو د امام جعفر صادق علیه السلام او د هغوی ستر مقام په هکله خبری وکړی.
د هرات د وړوکې ښار خاتم الانبیاء امام جمعه حجة الاسلام و المسلمین ذکی، د امام جعفر صادق علیه السلام د ژوند د نړی ټولو مسلمانانو لپاره نمونه او مثال دی، هغه ؤ ویل: امام جعفر صادق علیه السلام ته کوم لږڅه وخت چې ملو شوی وو په هغې کښې د دغه زمانې شرطونو سره د یو اسلامی پوهنتون بنسټ ایښودلو کښې موفق شو.
حجت الاسلام و المسلمین ذکی د امام جعفر صادق علیه السلام د زمانې خاص شرایطو او د هغه وخت په ټولنې باندې حاکم شوی وو ته اشاره سره ؤ ویل: د دی امام په زمانه کښې خلک دومره د علم او پوهنې تندی اخیستلی وو چې د امام جعفر صادق علیه السلام په ټولګی کښې قابو ۲۰۰۰ کسانو به شرکت کولو.
حجت الاسلام و المسلمین ذکی ؤ ویل: امام جعفر صادق علیه السلام تقریباْ ۵۰۰۰ کار پوهه شاګردان اسلامی ټولی ته ډالی کړی.
هغه د صهیونیستی رژیم په مسلمانانو جنایاتو ته اشاره سره ؤ ویل: اوس خبره تر دی ورسېده چې په ځنې هیوادونو کښې مسلمانان ژوندی سوځېدلی کېږې.
هغه په ملګری ملتونو سازمان کښې د اسلامی هیوادونو شتون ته هم اشاره وکړه او وې ویل: د رژیم صهیونیستی غړی په دغه سازمان کښې چې کومې ستاینې کوی نو ښکارې داسې چې مسلمانان لکه په دې خاوره وجود نه لرې او دا د اسلامی هیوادونو مشرانو لپاره ننګ دی.
هغه د ټی وی چینلو نه د افغانستان او د اسلامی عقیده سره سمون نه لرونکې پروګرامونو په هکله ؤ ویل: مونږ وینو چې نن دښمن زمونږ په کور کښې نفوذ کړی، د اسلامی، اخلاقی او کلتوری چارو په خلاف فلمونو سره زمونږ ځوانان هدف ګرځولی چې خپل مقصد ترلاسه کړی.
هغه ؤ ویل: دښمن زمونږ ځوانان د اسلام او مذهب نه لرې کړی، او که نن دښمن غواړې چې خپل هدف تر لاسه کړی او په کښې بریالی کېږې نو دا به د مسلمانانو د لاسه وې ځکه چې یووالی او اتحاد نه لری.
http://www.iqna.ir/fa/inter/News/1441950