IQNA

غزه جوماتونو نه د مقاومت ګټې اعلان سره د الله اکبر نعرې / جهاد غورځنګ د اسلامی انقلاب لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه نه مننه

2:20 - August 29, 2014
د خبر لمبر: 1444097
نړیواله ډله: د غزه په جنګ کښې له رژیم صهیونیستی په مقابله کښې د فلسطینی مقاومت بریالی اعلان سره ټوله غزه د الله اکبر نعرو نه ولړزېد.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) المنار ټی وی چینل د ویب پاڼه نه په نقل، د غزه په جنګ کښې د حماس د ګټې اعلان سره د خوشحالو او ښادو هغه منظر ورکوی چې مخینه نه لرې او په زرګونو خلک د خوشحالو او ښادو لپاره لارو ته را ؤ وتل.

هم له دې کبله د غزه له جوماتونو نه د الله اکبر نعرې شروع شوی، او په جوماتونو کښې د بریالی ښادی پیل کړه.

هم دا رنګه یی د کوټو چتونو نه هم د الله اکبر نعرو سره د بریالی او د خوشحاله اظهار وکړو.

حزب الله د فلسطین ولس ته د بریالی  مبارکې ورکړه

د لبنان حزب الله یوه بیانیه کښې د فلسطین مقاومتې ورځنګ ته، مېړنې ولس، د دی جنګ شهیدانو کورنۍ ته، او د دی جنګ ټپیانو ته په دې لویه ګټه مبارکې ورکړه او اعلان یی وکړلو: دا ګټه کلکې اراده، او د دی هیواد د ولس تل پاتی مقاومت سره لاس ته راغلی، او دا د ډېر صبر او د قربانیانو چې فلسطین ولس ورکړی په نصیب شوی.

په دی بیانیه کښې ویلې شوی: دا هر څه سره د ګټه او د خپل مطالباتو چې نن د فلسطین ولس تر لاسه کړی خپل مقاومت او صبر سره دی او که مقاومت نه وی نو هیڅ به نه وو.

حزب الله د فلسطین ولس د غزه په جنګ کښې بریالیتوب د نورو ګټو لپاره مقدمه وګرځوله.

د فلسطین مقاومت له اړخه رهبر معظم ته مننه

العالم خبری ویب پاڼه راپور ورکړی: تهران کښې د فلسطین جهاد اسلامی مقاومت دفتر له اړخه د اسلامی انقلاب رهبر معظم نه د فلسطین ولس حمایت کولو باندې قدرونه وکړه، او ټینګار یی وکړو: د اسرائیلو بې له شرطه او لوی موده لپاره اور بند د یوې لوی مقابله او د فلسطین ټولې ځمکه ازادی سرلیک دی.

ناصر ابو شریف په دی بیانیه کښې چې د ندای قدس په ویب پاڼه د تهران له دفتره خپره شوی له ټولې اسلامی نړۍ او د ټول اسلامی ولس او په تېره د ایران جمهوری اسلامی دولت او ولس او په سر کښې د ایران اسلامی انقلاب رهبر آیت الله خامنه ای نه قدرونه او مننه وکړه.

غزه د رژیم صهیونیستی په مقابلې کښې ۵۱ ورځې مقاومت وکړو، او تېره شپه آخر چې د دواړو له اړخه د دائمی اور بند اعلان ترسره شو،  او د دی جنګ پای ته رسېدلو سره اسرائیل یو ځلې بیا خپل هدف ترلاسه کولو کښې ناکام شو او ماتی وخوړه، په دی جنګ کښې ۲زره فلسطینی شهید او  ۱۱زره کسان ټپیان شول.

http://www.iqna.ir/fa/News/1443576

captcha