IQNA

د آرت الیور ایکنا سره مرکه:

د اسرائیل نژادپالتیا د جنوبی افریقا آپارتاید نه بدتره

5:30 - August 29, 2014
د خبر لمبر: 1444103
نړیواله ډله : د امریکا تحلیل کوونکې وو ویل: د رژیم صهیونیستی له اړخه د فلسطینی خلکو په خلاف تر سره شوې نژاد پرستی د جنوبی افریقا د د شلم قرن له آپارتاید نه بدتره تعریف کړه.


د امریکه د سیاسی مسئلو تحلیل ګر او فلم جوړوونکې د قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې څرګنده کړه: جنوبی افریقا کښې د آپارتاید په وخت د هغه ځې خلک د فلسطین د خلکو نه زیات د ازادی او د خپلواکی خاوندان وو او همدارنګه جنوبی افریقا لکه د فلسطینی ولس هر وخت د حملو او بریدونو سره مخامخ نه وو.

هغه د غزه محاصره او د تېرو ورځو پېښو ته اشاره سره ؤ ویل: غزه په یو زندان کښې بدله شوی چې اسرائیلو په کښې فلسطینی ولس بند کړی او هر وخت پرې حملې او بریدونه کوی.

البور په غزه باندې د اخیرنی برید په هکله ؤ ویلې: د رژیم صهیونیستی دا بریدونه د یو خاص مقصد او هدف لپاره او د یوې خاص دسیسه او ارادی له مخې دا حملې کوی.

هغه زیاته کړه: د امریکه خلک باید په دی خبره ځان خبر کړی چې له رژیم اسرائیل سره ملګرتیا هغې ته ګټه نه ورکوی.

دی امریکایی تحلیل ګر د دې سوال چې غرب په غزه باندې د اسرائیلو حملو په هکله ولې چپتیا اختیار کړی په ځواب کښې ؤ ویل: د نړۍ خلکو چې د غرب خلک هم په کښې شامل دی د غزه په هکله چپتیا نه ده اختیار کړی، او د غزه په حق کښې او د اسراییل حملې محکوم کولو په هکله لاریون او تظاهرات پیل کړی، خو ولی حکومتونو چې د نړیوال بانک تر لاندې یی اقتصادی نظام ژوند کوی په دې جنایاتو سترګی پټې کړی.

هغه د امریکا او د نورو هغه هیوادونو چې د غزه په هکله یی د چپتیا لاره خوښه کړی ته اشاره وکړه او وې ویل: د امریکه ډېر سیاسی مشران د امریکا او اسراییل تابعیت لری(نو هم دا وجه ده چې په جنایاتو یی چپ دی).هغه د غرب هیوادونو نه هم د دې جنایاتو محکوم کولو غوښتنه وکړه.

د امریکا دی فلم جوړوونکې له هنرمندانو ته دعوت ورکړو او ترې غوښتنه وکړه چې د مقاومت هفته چې په ایران کښې پیل کېږې په هغې کښې زیات نه زیات د رژیم صهیونیستی جنایات نړۍ ته څرګنده کړی، او د اسرائیل له خوا شوی جنایاتو نه او د حقیقت نه د نړۍ عمومی خلک خبر کړی او حقیقت څرګنده کولو کښې مرسته وکړی.

یادښتونه: آرت اولیور چې له دی نه مخکښې د امریکا د  کالېفورنیا ایالت بلغلور ښاروال وو، او د ۱۱ سپټمبر له پېښې نه ورستو یی لپاره د دې چې حقیقت ته ورسی او خلکو ته حقیقت څرګنده کړی یو مستند (ترهګر عملیات) جوړ کړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1443062

captcha