IQNA

د پاکستان د ایالت بلوچستان د سیدانو ټولنه مشر:

د تکفیرو د دین ویجاړتوب لپاره لټون، د صیر اسلام د منافقانو غوندې کارېدون

2:49 - September 10, 2014
د خبر لمبر: 1448585
نړیواله ډله: سید فقیر آغا ؤ ویل منافقانو له صدر اسلام نه د اسلام په نوم د دې اسمانی دین ویجاړتوب کښې لاس وهلی، وایئ: دغه ډله چې جوماتونه او د عبادت ځایونو ویجاړه وې دا هم هغه کسان دې چې صدر اسلام کښې یی په ښکاره اسلام راوړو او بیا یی مسجد ضرار جوړ کړو.


د پاکستان د ایالت بلوچستان سیدانو ټولنه مشر او د پاکستان د اهل سنتو کې پېژندلی شوې شخصیت سید فقیر آغا قرآنی خبر خپروونکې ټولنه(ایکنا) سره مرکه کښې په مسلمانانو کښې ډله ډلبندی اچولو د غرب فتنه ته اشاره سره ؤ ویل: د صدر اسلام نه منافقانو وړې وړې ډله جوړې کړی وې او د اسلام په نوم به یی دا آسمانی دین خرابه ولو، دا چې نن جوماتونه او د عباداتو ځایونه ویجاړه وې هم هغه خلک دې چې صدر اسلام کښې یی په ښکاره اسلام راوړی وو هغې به د اسلام او د مسلمانانو نوم خرابه ولو لپاره یی د ضرار په نامه یو جومات په مدینه کښې جوړ کړی وو، چې د جومات په نوم به یی په کښې د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم او د مسلمانانو په خلاف کارونه کول.

سید فقیر زیاته کړه: نن هم هغه فکر د منافقانو ډله کښې شتون لرې او د هغوی هدف هم د اسلام نوم خرابول، او اسلامی هیوادونه کمزوری کول او د اسلامی ویښتیا مخ نوې دی.

د غربی عواملو په اسلامی هیوادونو کښې نفوذ

هغه د استعمار له اړخه د مسلمانانو ترمنځه ډله ډلبندی اچولو ته اشاره سره ؤ ویل: دا یو حقیقت دې چې غربی قدرتونه خپل هدف ته رسیدو لپاره د هیوادونو د داخلی عواملو نه استفاده کوی او دا خلک په مختلفو ډلو کښې شتون لرې او په حقیقت کښې هم دا ډلې دې چې په مسلمانانو کښې تفرقه پیدا کوې.

فقیر آغا زیاته کړه: نن د اسلام دښمنان په اسلامی هیوادونو لکه عراق، شام، افغانستان او پاکستان کښې د شیعه او سنیانو تر منځه اختلاف پیدا کوی، د اسلام آثار او جوماتونه تباه کوې، مونږ د بلوچستان سیدان د تکفیری ډلو هر قسمه تاوتریخجن عملونه محکومه وو او د مسلمانانو وینه تویول حرام ګڼو او ټولو ته د وحدت او یووالی دعوت ورکه وو.

د اسرائیل جنایاتو باندې چپتیا د هغې مرسته

هغه د رژیم صهیونیستی په غزه کښې جنایاتو باندې د اسلامی هیوادونو د چپتیا په اړه ؤ ویل: رژیم صهیونیستی او د هغوی ملګرو هیوادونو په غزه فلسطین کښې روونکې جنایات پیل کړل، خو بیا هم ځنې اسلامی هیوادونه چپ دی او یا لفظی محکوم کولو باندې بس کړی، خو ولې یواځې محکوم کول کافی نه دې بلکې عملی اقدام کول په کار وو او د دی جنایاتو مقابله کول په کار وو.

اسلامی هیوادونه د مقابلې توان نه لری

هغه د اسرائیل او امریکه په مقابله کښې د جمهوری اسلامی ایران عملی اقدامات وستایل او ټینګار یی وکړو: له بده مرغه اسلامی هیوادونو د اسرائیلو او د غربی جنایاتو لپاره هیڅ اقدامات نه دې کړی او یواځې تماشه کړی سره د دی چې هم قدرت لری او هم یی کولې شی.

د پاکستان ۲۱ ملیونه سیدان

هغه په اخیره کښې د پاکستان د بلوچستان ایالت سیدانو ټولنه په حقله ؤ ویل: پاکستان کښې ۲۱ ملیونو نه زیات سیدان شتون لرې چې په دې کښې ۲ ملیونه په بلوچستان کښې ژوند کوی، چې خپل یو خاص کلتور، رسم او رواج لری.

http://www.iqna.ir/fa/News/1446729

captcha