قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، شیخ نعیم قاسم په ۱۸ شهریور، د نړیوالې غونډه (مسلمانو عالمانو له فلسطینی ټینګار نه حمایت) چې د تهران المپیک مېلمستون کې وه یی ؤ ویل: فلسطین څو ځله د اسرائیل نه وګټله، چې اخیرنی ګټه یی د غزه ۵۱ ورځې جنګ کښې ګټه وه.
هغه زیاته کړه: اسرائیل دې جنګ ته مشروعیت ورکولو لپاره ډېر لټون وکړو، او هدف یی ترې خپلو پولو ته مشروعیت ورکول وو.
د حزب الله مرستیال ټینګار وکړو: چې اسرائیل دې فلسطین او قدس اسلامی امت ته بېرته ورکړی، د بحر نه تر نحر پوری ټول فلسطین د فلسطانیانو دی.
هغه ټینګار وکړو: د فلسطین مقاومت کول، اسلامی ویښتیا، حزب الله او د هغوی ملګرو مقاومت دا ټول سره یو دی او له یو بله بېل نه دی او بېل دی ؤ نه ګڼلې شی.
شیخ نعیم قاسم ؤ ویل: اسرائیل سازمانشوى پلان او تجاوز دی چې هدف یی په ټوله سیمه د غربی نړۍ تسط او د مسلمانانو له یوبل سره اړیکې پرېکول او هغوی له اسلامی هویت نه لری ساتل دی.
د حزب الله مرستیال ټینګار وکړو: د اسرائیل سره مقابله کول په نړیوال سازمان او غربی غړو باندې ممکنه نه ده، بلکې اسرائیلو سره مقابله جهاد او مقاومت او ایمان سره ممکنه ده.
هغه زیاته کړه: مونږ فلسطین ته لومړیتوب ورکړی، نو ځکه په کار دی مونږ خپل ټول کوښښ د هغوی نه په حمایت کښې استعمال کړو، او د هغوی حقوق له دې حمایت او کوښښ سره ترلاسه کړو.
شیخ قاسم د ایران له فلسطین نه حمایت کولو ته اشاره سره ؤ ویل: د آیت الله امام خامنه ای ولایت چې د امام خمینی د لاری پرمختګ دی سبب جوړ شوی چې د جمهوری اسلامی پیژندګلوی د مقاومت په توګه وشی.
هغه څرګنده کړه: تکفیری ډله د اسلام مخالف ډله ده، او له دی دین سره اړیکې نه لری، نو له حقیقی او ناب محمدی اسلام سره د دې ډله مقابله کول په کار دی.
هغه ؤ ویل: هغه کسان چې د تکفیری ډله کارونو پر حق ګڼې، او یا د هغوی نه حمایت کوی، هغوی هم د دې ډله په جنایاتو کښې سره شریک دی.
د اسلامی عالمانو نړیواله غونډه (مسلمانو عالمانو له فلسطینی ټینګار نه حمایت) نن سحر د ۲۰۰ عالمانو او د اسلامی نړی شخصیتونو په شتون کښې د مجلس شورا اسلامی مشر علی لاریجانی وینا سره پیل شو.
دا غونډه د د اسلامی مذهبونو د نزدیکښټ ټولنې مشر آیت الله اراکی، د حزب الله سر منشی مرستیال علامه شیخ نعیم قاسم، علامه شیخ احمد الزین او نورو اسلامی عالمانو، د اسلامی جهاد غورځنګ او د حماس غورځنګ او همدارنګه د پاکستان، لبنان، عراق، فلسطین، تونس، شام، آذربایچان، تاجکستان، هند، اردن، ترکی، بحرین سره سره د نورو اسلامی هیوادونو په ګډون سره پیل شو.
http://www.iqna.ir/fa/News/1448359