قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، onislam خبرې ویب پاڼه نه په نقل، مک کریک، چې امریکایی کاتولیکو کښې مشهور او پېژندل شوی کس دی، د امریکې د مسلمانانو عمومی شورا او د دغې هیواد مسلمانه عالمانو او خلکو کښې خپله وینا د مسلمانانو غوندې د الله له نوم نه شروع کړه او وې ویل: د مسیحیت ټولنیز ښوونې د انسان درنښت بیانه وې، لکه څرنګه چې تاسې مسلمانان په قرآن کښې او د پیغمبر صلی الله علیه وآله وسلم په ښوونو کښې زده کوی.
مک کریک کاردینال ټینګار وکړو: مونږ یقین لرو چې اسلام هغه دین دې چې د خلکو سره مرسته کوې نه دا چې خلکو وژنې، اسلامی ټولنیز هم دا ښوونې مونږ ته څرګنده کړی.
هغه زیاته کړه: د خلکو وژل، ځان مرګه بریدونه، بم ایښودنه او بې ګناه خلکو مرګونه کول د اسلام ښوونو سره خلاف دی.
مک کریک د داعش جنایاتو ته اشاره سره ؤ ویل: حقیقت دا دې چې د دې ترهګرې ډله چې ځان ته اسلامی حکومت جوړونکی هم وایئ جنایات یی د مسلمانانو په خلاف دی او وژلې شوو کښې ډېر کم مسیحیان وو.
هغه زیاته کړه: زه دلته ویل غواړم چې مونږ مسیحیان مسلمانو روڼو او خوندیو سره ولاړ یو،
امریکنې کاردینال په دې هیواد کښې د مسلمانانو له اړخه د ترهګری سره مقابله کول هم وستایل.
مک کریک د امریکا رومن کلیسا کاتولیکو کښې یو مشهور او پېژندل شوی شخصیت دی چې له ۲۰۰۱ نه تر ۲۰۰۶ پورې د واشنګټن اسقف اعظم وو.
http://www.iqna.ir/fa/News/1449223