IQNA

د انقلاب ستر مشر د روغتونه له رخصتی نه پس:

داعش سره د مبارزې تر عنوان لاندې د امریکایی چارواکو څرګندونې، پوچې،منځ تشی او لور نیونکې دې

13:58 - September 17, 2014
د خبر لمبر: 1451161
نړیواله ډله: د ایران داسلامی انقلاب معظم رهبر له داعش سره د مبارزې تر عنوان لاندې د ایتلاف د جوړېدو په اړه د امریکایی چارواکو څرګندونې، پوچې،منځ تشی او لور نیونکې وبللې.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) د مقام معظم رهبر له اطلاع رسوونکې دفتر نه په نقل، د اسلامی انقلاب معظم رهبر، حضرت آیت الله خامنه ای، مکمل روغتیا ته پس له روغتونه رخصت شو.
له روغتونه د رخصتېدو په وخت کې، له داعش سره د مبارزې ایتلاف ته د ایران د وربللو د مسئلې په اړه د امریکایی چارواکو د چلندونو، دریځونو، ادعاګانو د تناقض او درغ والی د ځینو شواهدو په بیانولو سره ټینګار وکړ، هغه حرکت چې په عراق کې ترسره شو او دداعش ملا یې ماته کړه، د امریکایانو کار نه و، بلکې د عراق خلک، پوځ او ولسی ځواکونه و او پخپله امریکایان او داعش هم پردې حقیقت پوهېږی.
د اسلامی انقلاب معظم رهبر دامریکا د بهرنیو چارووزیر څرګندونو ته په اشارې سره چې په ډاګه یې اعلان وکړ، له داعش سره دمبارزې لپاره به ایران ته بلنه ورنکړی، زیاته کړه: دا چې امریکا په یوه خلاف او ټولیز غلط کار کې د ایران له شتونه نهیلې کېږی، زموږ لپاره ویاړ دی.
حضرت آیت الله خامنه ای له داعش سره د مبارزې لپاره دامریکایانو د پردې شاته دروغو په بیانولو سره وویل چې پر عراق د برید په هماغه سختو ورځو کې، په عراق کې دامریکا سفیر، په دغه هېواد کې د ایران له سفیر څخه غواړی چې ایران او امریکا دداعش په اړه د خبرو اترو او غږملتیا لپاره یوه ناسته ولری.
د اسلامی انقلاب رهبر زیاتوی چې له دې موضوع سره مې مخالفت وکړ  او ومې ویل چې په دې قضیه کې ایران له امریکایانو سره ملګرتیا نکوی، ځکه هغوی لاسوونه او نیتونه ککړ دی او څنګه امکان لری چې په داډول شرایطو کې ایران له امریکایانو سره ملګرتیا وکړی.
حضرت آیت الله خامنه ای د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د څو ورځو مخکې خبرو او ددې موضوع اعلان ته په اشارې سره چې ایران ته دداعش پرضد ایتلاف لپاره بلنه نه ورکول کېږی، وویل: دا په داسې حال کې ده چې د امریکا د بهرنیو چارو همدې وزیر څه وخت مخکې شخصا د ایران د بهرنیو چارو له وزیره له داعش سره د مبارزې لپاره د ملګرتیا غوښتنه کړې وه.
حضرت آیت الله خامنه ای ټینګار وکړ: امریکایانو پخوا هم په ډېر شور ماشور او د څو هېوادونو په شتون سره، د سوریې پرضد یو ایتلاف جوړ کړ، خو هیڅ یې ونه کړل او د عراق په اړه به هم وضعیت همداسې وی.
د اسلامی انقلاب رهبر پردې په ټینګار سره چې داعش ته به د عراق د پوځ او ولسی ځواکونو ټکانونه دوام ولری، وویل: حقیقت دادی چې امریکایان په داسې پلمې پسې د ی تر څو هماغه کار چې په پاکستان کې یې ترسره کړ او د ځواکمن دولت او پوځ له شتون سره سره ددې هېواد خاورې ته ننوځی او مختلفې سیمې بمباروی، په عراق او سوریه کې هم ترسره کړی.
حضرت الله خامنه یی د له روغتونه رخصتیدو نه مخکې د روغتون نرسانو او ډاکټرانو سره د نږدې نه کتنه وکړه او د هغې شکریه یی ادا کړه، همدارنګه د روغتون رخصتیدو نه مخکې د مجلس خبرګان مشر آیت الله مهدوی کنی د هغوی عیادت وکړو.

http://www.iqna.ir/fa/News/1450182

captcha