IQNA

د انقلاب ستر لارښود:

د غدیر خم پیښه د سیکولر نظر په نفی کولو کښې د اسلام مستحکم منطق دی

14:30 - October 14, 2014
د خبر لمبر: 1460163
نړیواله ډله: حضرت آیت الله خامنه ای څرګنده کړه: د غدیر خم پیښه ددغه سیکولر نظر په نفی کولو کښې داسلام مستحکم او روښانه منطق دی ځکه چې غدیر خم په سیاست او حکومت کولو داسلام د ټینګار او پام بیلګه ګڼل کیږی .


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د انقلاب اسلامی ستر لارښود د دفتر اطلاع رسوونکې ویب پاڼه نه په نقل، حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای نن دغدیر دنیکمرغه اختر په مناسبت  له زرګونو خلکو سره په کتنې کښې «د امیرمؤمنان علیه السلام په امامت ټاکل» او «د اسلام سیاست او حکومت کولو ته توجه» د غدیر د پیښه دوه اساسی مفهومه وټاکلو سره مسلمانانو کښې د اتحاد او یووالی باندې ټینګار وکړو او وفرمایل: هر هغه اقدام چې د شیعه او سنی داختلافاتو او احساساتو د راپاریدا سبب شی له امریکا، له خبیث انګلستان اوله  صهیونیزم یعنی د جاهل ، متحجر او دګوډاګی تکفیری بهیر له رامینځته کونکو سره مرسته کوی .

حضرت آیت الله خامنه ای د غدیر نیکمرغه اختر مبارکې سره د غدیر خم پیښه د اسلامی تاریخی پېښو له یقینی پېښو وګڼله او ؤ ویل: اسلامی فرق کښې یو کس هم د غدیر په اصل واقعه کښې او د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم په دغه وینا مبارکه کښې چې من کنت مولاه فهذا علی مولاه شک نه لری.

هغه زیاته کړه: اوس که د دغه تاریخی وینا د معنی په اړه د چا په ذهن کښې سوالونه راوچت شوی نو دا هم هغه زرو کالو مخ کینې سوالونه دی چې عالمانو یی ځوابونه ورکړی.

حضرت ایت الله خامنه ای د پیغمبر صلی الله علیه و آله وسلم د وینا منلی شوی معنی یعنی د امیر المومنان علیه السلام د امامت او د پیغمبر صلی الله علیه و اله وسلم ځایناستی ته اشاره سره زیاته کړه: دا وینا یوه بله مهمه معنی هم لری چې په کار نه دی له هغې سترګې پټې شی هغه دا چې اسلام د امامت، سیاست او د حکومت معنی لری.

حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای د اسلامی ولس هغه ډښمنانو ته اشاره سره چې اسلام نه سیاست جدا کول غواړئ زیاته کړه: په شخصی او خصوصی مسایلو کښې ددین منحصر کولو او له سیاست څخه د اسلام دجدا  کولو لپاره د اسلامی امت ددښمانانو هدفمنو تبلیغاتو ته په اشارې سره زیاته کړه د غدیر خم پیښه ددغه سیکولر نظر په نفی کولو کښې داسلام مستحکم او روښانه منطق دی ځکه چې غدیر خم په سیاست او حکومت کولو داسلام د ټینګار او پام بیلګه  ګڼل کیږی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لاښود حضرت ایت الله العظمی سید علی خامنه ای دایران داسلامی جمهوریت له اړخ ورکونکی او جذاب تفکر سره مقابله د مسلمانانو ترمینځ د اختلاف د رامینځته کولو په زمینه کښې د استکبار ډډیرې پانګونې اصلی عامله وبلله او جوته یې کړه امریکا، صهیونیزم او د تفرقې رامینځته کولو تجربه کار متخصص یعنی د انګلستان خبیث حکومت دایران داسلامی انقلاب له بریالیتوب وروسته له اصلی دښمانانو د شیعه او سنی د ذهنونو دمنحرفولو او داختلاف اچولو لپاره خپلې هڅې ډیرې زیاتې کړی دی .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود په عراق ، سوریې او ځینو نورو هیوادونو کښې دتکفیری بهیر رامینځته کول دمسلمانانو ترمینځ د اختلاف درامینځته کولو لپاره د مستکبرانو د پلانونې نتیجې وبلله  او ویې فرمایل هغوې القاعده او داعش ډلې  دتفرقې درامینځته کولو او دایران له اسلامی جمهوریت سره دمقابلې لپاره جوړې کړې خو اوس دغه اوور ددوې لمن ته غزیدلی دی .

هغه حضرت په سیمه کښې روانو پیښو ته په اشارې سره وفرمایل دغو پیښو ته دقیق او له شننې ډک نظر ددې ښودنه کوی چې امریکا او دهغې ملګرو هیوادونو هڅه  چې په دروغو یې له داعش سره مقابله نومولی ده له دې زیات چې  ددغه بهیر  دنطفو دتباه کولو کوشش وکړی دمسلمانانو ترمینځ د دښمنۍ د رامینځته کولو او د تفرقې اچولو ته متوجه ده .

دایران داسلامی انقلاب ستر لارښود حضرت ایت الله العظمی خامنه ای ټینګار وکړ هر کس چې اسلام ته پاې بند دی او دقران واکمنۍ منی که  هغه شیعه وی او که سنی باید خبر ووسی چې دامریکا او صهیونیسټ رژیم سیاستونه د اسلام او مسلمانانو اصلی او حقیقی دښمن دی .

حضرت آیت الله خامنه ای په اخیره کښې تېر ۳۵ کالو کښې د نړۍ د ټولو ځپونکو ماتی ته اشاره سره ټینګار وکړو: د دې ولس دښمنان د الله تعالی په فضل دا ځل به هم ماتی خورې او هغه ټول مسلمانان چې په اسلامی ایران کښې ژوند کوی، هم د مخکې شان په خپله وظیفه پوهه سره عمل کوی.

http://iqna.ir/fa/News/1459737

captcha