IQNA

د عربستان قطیف ښار کښې د قرآن نندارتون پیل شو

9:56 - October 18, 2014
د خبر لمبر: 1461033
نړیواله ډله:د عربستان د قطیف ایالت شیعه نشین ښار سنابس کښې تاریخی کلتوری زیان نندارتون سره د قرآنی مختلفو آثارو پیل شو.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د حهینه ورځپاڼه نه په نقل، په دی نندارتون کښې د مختلف هنری قرآنی لکه ۱۰ کلو وزنی قرآن، ۸ مېټر اوږد قرآن، ۱۳۵ کاله زوړ قرآن، د عثمانی دور خطی نسخې او ۷۲۲ کاله زړه د قرآن خطی  نسخه شرکت کوونکو لپاره لید ته اېښودلې شوی.

د دې نندارتون مشر علی عبدالله المقبقب ؤ ویل: د دې نندارتون پیل کولو هدف د قرآن سره پېژندنه، د قرآن نه حفاظت کول او د ژوند په هره برخه کښې د قرآن نه ګټه اخیستل دی.

علی عبدالله زیاته کړه: په دې نندارتون کښې د مختلفو ژبو قرآنی ژباړه هم شته، د بریل(د ړندو لیک) په لیک او همدارنګه ځنې جنګی ابزار لکه توره، ډال، جنګی ټوپی چې پرې قرآنی آیتونه او د الله تعالی نوم لیکی شوی چې عمر یی ۱۵۰ کال ښودلی کېږې د خلکو لید لپاره اېښودلی شوی.

دې نندارتون کښې د ماشومانو لپاره بیل ځی چې په کښې قرآنی مقابلې او قرآنی انځورګری پیل کېږې، ورسره د قرآنی زړو لیکلې شوو نسخو  حفاظت ښودنه او د قرآن معنوی سلامیتا غرفه لګولی شوی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1460382



captcha