IQNA

اسلامی مرسته سازمان په مسجد الاقصی باندې حمله محکوم کړه

10:01 - October 18, 2014
د خبر لمبر: 1461036
نړیواله ډله: د اسلامی مرسته سازمان سر منشی د اسرائیل اشغالګر له اړخه په مسجد الاقصی کښې په فلسطینی لمونځ کوونکو باندې حمله په سخته محکوم کړه.


قرآنی خبر ورکوونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د قدس پرس خبرونو نه په نقل، د اسلامی مرسته سازمان سر مشر ایاد امین مدنی، د اسرائیل اشغالګر ځواکو او د افراطی کډه کوونکو په مسجد الاقصی باندې حمله او د جومات سپکاوی، فلسطینی لمونځ کوونکو باندې حمله او د جومات ورونه بندولو او مسلمانانو باندې د مسجد الاقصی وختونو بندیز لګولو په سخته محکوم کړه.

ایاد امین مدنی څرګنده کړه: دا ظالمانه حملې چې قدس په مقدس مقاماتو او د قدس په خلکو باندې (چې یی مخکې نه منظم او ترتیب شوی وی) کېږې، دا د اسلامی ولس د احساساتو تحریک کولو سبب جوړېږې او دا هر څه په څرګنده ډول د نړیوال لیک نامه او قانون خلاف دی.

مدنی، په مسجد الاقصی باندې د دې تیری او د یرغل او دې ته د دوام ورکولو مسئول اسرائیل وټاکلو او خبرداری ورکړه: دا توهین او سپکاوی کول به دینی نښتې، توندلاریتوب او ناکرارې په سیمه کښې خپره وی،

هغه همدارنګه دملګروملتودامنیت شورا نه غوښتنه وکړه، چې د نړیوال اشغالګراسرائیل له اړخه د سپکاوې کولو مخ نوې وکړی او د دی په اړه چې کوم مسؤولیت لری هغه دې په غاړه واخلی.

http://www.iqna.ir/fa/News/1460500



captcha