IQNA

د اسلامی تعاون تنظيم د صهيونېسټ رژيم د عمومی څارنوال څرګندونې وغندلې

23:56 - July 19, 2012
د خبر لمبر: 2372611
نړيواله ډله: د اسلامی تعاون د تنظيم عمومی سېكتر اكمل الدين احسان اوغلو پرون د چنګاښ د مياشتې په ٢٨ نېټه د يوې بيانیې په صادرولو سره د مسلمانانو په وړومبنۍ قبله مسجدالاقصی باندې په تېری كښې د صهوينېسټ رژيم غليمانه اقدامات نه منونكی وبلل او په سختۍ سره یې وغندل.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د «OIC» د اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ. د دغې بيانیې په يوه برخه كښې چې د په مسجد الاقصی باندې د اسرائيلو د مالكيت په باره كښې د صهونېسټ رژيم د عمومی څارنوال له ادعاګانو نه وروسته خپره شو راغلی دی: په مسجد الاقصی باندې د هر ډول تېرے د نړۍ د ټولو مسلمانانو په يو ترټولو مهم مقدس ځاے باندې د تېری په معنا دی.
هغۀ زياته كړه: مسجدالاقصی د نړۍ د مسلمانانو وړومبنۍ قبله او د مقبوضه فلسطين يوه برخه ده او دتاريخی اثارو د ساتلو او د دغه مقدس ځاے په حدودو كښې د ابادۍ او څه جوړولو په باره كښې د صهيونېسټ رژيم د قوانينو اجرا نۀ منونكې او د غندلو وړ چاره ده.
داسلامی تعاون د تنظيم عمومی سېكتر په يونېسكو كښې د اسلامی هېوادونو له نمائندګانو څخه وغوښتل چې د مسلمانانو د دينی او مقدسو ځايونواو همدارنګ قدس شريف په ختیځ كښې د لرغونواثارو په خلاف د صهيونېسټ رژيم له تېريو څخه د مخنيوی لپاره فوری اقدام وكړی.
هغۀ تاكيد وكړ: د مسجدالاقصی شرائط د فلسطين د نورو نيواكی زمكو په شان دی او صهيونېسټ رژيم پكار له دغو سيمو څخه په شا تګ وكړی.
1056705
captcha