IQNA

حسنی مبارك د غزې په محاصره كښې لاس لرۀ – اسماعيل هنيه

19:38 - July 21, 2012
د خبر لمبر: 2373918
نړيواله ډله: د فلسطنی د منتخب حكومت وزيراعظم پرون د چنګاښ د مياشتې په دېرشمه نېټه د غزې په تړانګه كښې د جمعې د نمانځۀ په وېناكښې وويل: د مصر څنګته كړې شوی ولسمشر د غزې دتړانګې په محاصره كولو كښې لاس لرۀ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د مصر چاپ اليوم السابع ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د فلسطين د منتخب حكومت وزيراعظم اسماعيل هنينه څرګنده كړه: د مصر د ولسمشرۍ د پخوانۍ ماڼۍ خاوند حسنی مبارك د غزې په محاصره او حتی د دغې سيمې په خلاف جنګ كښې لاس لرۀ او د مقاومت له مشرانو سره د كتنې مخالف ؤ او د فلسطين د خلقو اراده یې په رسميت ونۀ پېژنده.
اسماعيل هنيه په دام كښې زياته كړه: د حماس له مشرانو سره د مصر د منتخب ولسشمر محمد مرسی كتنه د غزې د اوسېدونكو د صبر او پاېدارۍ نتيجه او د انقلاب د ارادې بيانوونكې ده.
هنيه څرګنده كړه: عربی سپرلے به د :ظلم او سركشۍ د اركانو په كامله توګه د پاشل كېدو تر وخته او تر هغه وخته چې امتونه د چارو واګی په لاسو كښې واخلی او نورې دوسیې منجمله دفلسطين،قدس او مسجدالاقصی دازادۍ دوسیې تكميلې شی دوام ومومی. د ډېكټېټرانه او ظالمانه حكومتونو دوره مخ په نابودۍ ده او د عاقلانو او خردمندانو د جانشينۍ پاڼې د خلاصېدو په حال كښې دی.
هغه ددې په بيانولو سره چې اسرائيل په فلسطينی زمكه كښې راتلونكے نۀ لری تاكيد وكړ: په سيمه كښې د اسلامی بېدارۍ او اګاهۍ سطح د عربی انقلابونو د رامنځته كېدو سبب شوه چې دملتونو ارادې ته به تحقق وبخښی.
د يادونې ده چې د حماس غورځنګ د سياسی دفتر د مشر خالد مشغل په مشرۍ د دغه غورځنګ يو پلاوی د زيارت په ورځ د چنګاښ د مياشتې په ٢٩ نېټه قاهرې ته سفر وكړ چې حماس دغه سفر يو تاريخی سفر وبالۀ.
1058210
captcha