IQNA

په قرقيزستان كښې د روژې د مباركې مياشتې خصوصی پروګرامونه اعلان شول

13:37 - July 22, 2012
د خبر لمبر: 2374392
د قرانی فعاليتونو ډله: په قرقيزستان كښې د ايران د اسلامی جمهوريت د كلتوری مركز مشر محمد حسېن عابدينی په دغه هېواد كښې د ورژې د مباركې مياشتې خصوصی پروګرامونه اعلان كړل.
محمد حسېن عابدينی د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اسلامی كلتور او ارتباطاتو له څانګې سره په مركه كښې د روژې سپېڅلې مياشتې په رارسېدو د مباركۍ په وړاندې كولو سره څرګنده كړه: په قرقيزستان كښې مېشته ايرانيان او آذريان د افغانستان، پاكستان او تاجېكستان وغېره هېوادونو د اهلبېتو عليهم السلام مينه وال د بېشكك ښار د امام علی په جومات كښې د يو بل ترڅنګه د خداے د دې مياشتې هركلے كوی.
هغۀ وويل: هره ورځ د له روژه ماتی نه مخكښې د قران شريف د يوې پارې د تلاوت غونډه په دغه جومات كښې جوړیږی او روژتيان د جَمعې د نمانځۀ له ادا كولو او روژه ماتې كولو نه پس د دغه جومات د امام حجت الاسلام ايمانی بيانات اوری.
عابدينی همدارنګ په امام علی جومات او د بېشكك ښار په نورو څو جوماتونو كښې د قدر په شپو او د قدس د نړيوالې ورځې په موقع د اسلامی كلتور او ارتباطاتو د تنظيم د تبليغ د نړيوال مركز لخوا د لېږلې شوې ډلې لخوا د تواشيح او قرانی سرودونو له اجرا څخه هم خبر وركړ.
هغه زياته كړه د روژې دمباركې مياشتې په دويمه نيمائۍ كښې به له دغه مركز څخه لېږل شوے دينی عالم حجت الاسلام قهرمانی به هره شپه د ماښام او ماسخوتن له نمانځه نه پس حاضرينو ته وېنا كوی.
هغه د روژې دمباركې مياشتې د اخېری جمعې په ورځ د قرقېزستان د اېل ټی آر ټيلی ويژنی چېنل څخه د ((امام خمينی (رح) او قدس شريف)) ترعنوان لاندې د ټيلی ويژنی ګول مېز كانفرنس جوړېدل او د قران شريف فضيلت، روژه او قدس شريف په عنوانو سره په قرقيزی ژبه د بروشر خپرول د روژې مباركې مياشې په دوران كښې د دغې نمائندګۍ له نورو پروګرامونو څخه وبلل.
د روژې د مباركې مياشتې په وروستۍ جمعه د ايران د كلتور ی مركز د مشر او لیږل شوی مبلغ وېناوې او همدارنګ د ځای مبلغانو د د پوهې زياتونې د دوروجوړولو هم د روژې په مباركه مياشت كښې له اټكل شويو نورو پروګرامونو څخه د عابدينی په مركه كښې بيان شول.
د ايران د كلتوری مركز د مشر د اعلان له مخې همدارنګ به كم آمدنی لرونكو كورنيو ته د خوراك پچۍ نومې ډالۍ هم د تېر كلونو په شان وركړې كیږی.
1058215
captcha