IQNA

اردن د مسجدالاقصی په هكله د صهيونيسټی رژيم ادعاوې رد كړې

23:41 - July 23, 2012
د خبر لمبر: 2375879
بين المللی ډله: د اردن دولت د صهيونسټی رژيم د حقوقی سلاكار دا ادعاوې وغندلې چې مسجدالاقصی د اسرائيل د قلمرو نه بيليدونكې برخه ده.
د «Palestine Info»خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د اردن د حكومت وياندوی او د اطلاع رسونې او ادتباطاتو په چارو كښې د دغه هيواد د سلاكار وزير سميح المعايطه د اسلامی مقدساتو په تيره بيا د مسجدالاقصی د كنټرول د ترلاسه كولو او له دغو اقداماتو څخه د ملاتړ كولو لپاره پر اردن باندې دباؤ اچول وغندل.
دۀ خبردارے وركړ: دغه شان ادعاوې به په سيمه كښې په تيره بيا په داسې حال كښې چې په قدس كښې د دغه ښار د تاريخی، دينی او كلتوری ماهيت د تحريفولو په موخه د صهيونسټانو لخوا د دغه ښار د يهودی كولو لپاره پراخ عمليات روان دی، د دينی نښتو سبب شی.
د اردن د دولت وياند همداراز ووئيل: اردن داشان ادعاوې په كلكه جدی بولی ځكه چې دا شان ادعاوې به د نيواكی خاورو په سر موجودې كشالې په يو نه جبرانيدونكی دينی جنګ باندې بدلې كړی.
ده همداشان خبردارے وركړ چې د اردن دولت داشان ادعاوې د قدس د اسلامی مقدساتو په حفاظت كښې د اردن د رول په نسبت څرګنده بې اعتنائی ګڼی. 1059263


captcha