IQNA

د فلسطينی ډلو ترمينځ اختلاف د صهيونسټی رژيم هميشنۍ غوښتنه ده

18:22 - July 24, 2012
د خبر لمبر: 2376636
سياسی ډله: د ايران د نظام د مصلحت د تشخيص د تنظيم رئيس د فلسطين برخليك د اسلامی نړۍ، سيمې او د ايران د اسلامی جمهوريت هميشنۍ موضوع وبلله او وئې وئيل: د فلسطينی ډلو او هم د اسلامی نړۍ ترمينځ جګړه او اختلاف د صهيونسټی رژيم او د استكباری نړۍ هميشنۍ غوښتنه ده او ضروری ده چې د فلسطينيانو ترمينځ رامينځته شوے نسبی وحدت وساتلے شی او لازيات شی.
د آيت الله هاشمی رفسنجانی د خبری سائیټ له قوله د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورټ له مخې، د نظام د مصليحت د تشخيص د ادارې رئيس په ايران كښې د فلسطين د سفير صلاح زواوی سره په كتنه كښې د فلسطين برخليك د اسلامی نړۍ، سيمې او د ايران د اسلامی جمهوريت هميشنۍ موضوع وبلله او د مختلفو فلسطينی ډلو ترمينځ د وحدت او يوزړۀ توب د پراخيدو په نسبت ئې د خوشالۍ په څرګندولو سره ووئيل: : د فلسطينی ډلو او هم د اسلامی نړۍ ترمينځ جګړه او اختلاف د صهيونسټی رژيم او د استكباری نړۍ هميشنۍ غوښتنه ده او ضروری ده چې د فلسطينيانو ترمينځ رامينځته شوے نسبی وحدت وساتلے شی او لازيات شی.
آيت الله هاشمی رفسنجانی خبرې اترې او تفاهم د فلسطين په ډګر كښې د موجودو مختلفو ډلو ترمينځ د موجودو اختلافاتو د ختمولو عقلانی او صحيح لاره وبلله او څرګنده ئې كړه: د ايران اسلامی جمهوريت تل د فلسطينيانو د وحدت او يووالی حمايت كړے دے او په فلسطين كښې د ټولو خواؤ د پيوستون د پياوړی كيدو غوښتونكے دے او نه دی پكار چې داسې كوم اقدام رامينځته شی چې د صهيونسټی غاصب رژيم په وړاندې د فلسطينيانو وحدت او يوزړۀ توب خراب شی.
آيت الله رفسنجانی د برما يا ميانمار د بې ګناه خلكو د وژلې په وړاندې د نړيوالو ټولنو له شرمناكې بې تفاوتۍ څخه د سختې خواشينۍ په ښودلو سره ووئيل: د نړۍ له ټولو اسلامی او آزادو هيوادونو نه هيله كیږی چې په دغه هيواد كښې د بې پناه مسلمانانو پرخلاف د نسل كشۍ د ترهګرانه عملياتو په وړاندې غبرګون وښئی او د ميانمار يا برما د مظلومو خلكو مرستې ته دې راپاڅی.
په ايران كښې د فلسطين د سفير صلاح زواوی د قدس شريف د يهودی كولو لپاره د اسرائيلو كوششونو ته اشاره وكړه او د صهيونسټی رژيم د دسيسو په وړاندې د سيمې او د اسلامی هيوادونو د زيات نه زيات وحدت په لازموالی باندې په ټينګار سره ئې څرګنده كړه: د اسلامی هيوادونو ترمينځ د اختلافاتو پراختيا د اسرائيل سره د فلسطين د خلكو او د اسلامی نړۍ په مقابله كښې خپلو اهدافو ته په رسيدو كښې مرسته كوی. 1061132

captcha