د ايران د قرآنی خبری آژانس(ايكنا) د رپورت له مخې د دغو پيكيجونو ويشل چې پكښې قرآن پاك، د روژې د مياشتې دعاګانې، سافټ وئيرونه او د كورنيو لپاره تعليمی مجموعې شاملې دی، د خدای تعالی(ج) د ميلمستيا د مياشتې په لړ كښې په فرانسه كښې د ايران د كلتوری مركز لخوا په نظر كښې د نيول شويو برنامو يوه برخه ده.
همداراز د روژې دمباركې مياشتې د پيليدو په مناسبت په اروپا كښې د ايران د اسلامی انقلاب د معظم رهبر او د پيرس د اسلامی تنظيمونو د مسئولانو په شتون سره د ايران په كلتوری مركز كښې يوه ګډه غونډه جوړه شوه.
له دې نه علاوه د روژې دمباركې د وروستۍ جمعې يعنې د قدس د نړيوالې ورځې په مناسبت د دغې نمايندګۍ لخوا په همدغې موضوع سره د يوشمير غونډو او كانفرنسونو د جوړيدو اټكل شوے دے. 1061923