د ايران د قرآنی خبری آژانس (ايكنا) د رپورټ له مخې: د وړمې ورځې د تجمع په پائې كښې د تهران د مختلفو پرګنو خلكو د ملګرو ملتو د دفتر مخې ته د ميانمار د مظلومو خلكو په دفاع كښې يوه بيانيه صادره كړه چې ځينې برخې ئې داسې دی:
بسمه تعالی
نړيواله او ګډه بيانيه
لكه څنګه چې د فلسطين خلك او د هغۀ د آزادۍ ټول پلويان نن د نكبت د ورځې يعنې په كال ١٩٤٨د مئۍ د مياشتې په ١٥نیټه د قدس د نيواكګر رژيم د جوړيدو نه د ٦٤كالو له تيريدو نه پس همهغه شان د دغې ورځې ترخه خاطره يادوی، د برما يا ميانمار مسلمان او بې برخې خلك هم د ١٩٤٨كال د جنورۍ له څلورمې نیټې څخه په خپلو ذهنونو كښې د ٦٤كلنې كډوالۍ او مهاجرت تراخه يادونه لری.
دا همهغه ورځ ده چې بريطانوی استعمار له برما څخه په وتلو او د دغه هيواد پوځی دولت ته د روهينګيا ولايت د مسلمانانو په سپارلو سره د دغه ولس د رنځ او عذاب زمينه برابره كړه.
له هغه وخت نه تر اوسه پورې د روهينګيا مسلمانان په دنيا كښې د يو ډير ظالم واكمن رژيم د وحشت په سيوری كښې ژوند تيروی او په دې هر څه سره د دغه ولس رنځ او عذاب تراوسه پورې د نړيوالو غوږونو ته ډير كم رسيدلے دے او شايد هغو ته د نړۍ ترټولو زيات مظلوم هيركړې شوے ولس ووئيلے شو.
او نن د لس هاؤ كلونو په تيريدو سره د روهينګيا ولايت مسلمانان همهغه شان په رنځ او عذاب كښې شپې سبا كوی. په تيرو څو مياشتو كښې د روهينګيا زياتره مسلمانان د تندلارو بودايانو په لاس قتل شوی دی، د هغوی د استوګنې له ٦٠نه زيات كلی سوزول شوی دی، څه باندې ٢٢جوماتونه وران كړې شوی، په ګڼ شمير ښځو باندې تيرے شوے او د تيرو كلونو په لكونو كډوالو باندې تقريبا يولاك كسان زيات شوی دی.
مونږ په تهران كښې د ملګرو ملتو د سازمان د دفتر په وړاندې راغونډ شوی خلك د ميانمار د مظلومانو سره د پيوستون په نړيواله ورځ اعلان كوو چې:
١_ د ملګرو ملتو د سازمان او د امنيت د شورا او هم د اسلامی هيوادونو د سازمانونو په شمول بين المللی ارګونونو ته پكار دی چې د دغو جنايتونو په وړاندې خپله چپتيا ژرترژره ختمه كړی او د مسلمانانو په نسبت په برما كښې د نسل وژنې په وړاندې دې دریځنيونه وكړی.
٢_ د آسه آن د سيمې هيوادونه او د ميانمار يا برما سره د اقتصادی يا سياسی اړيكو لرونكی هيوادونه دې د دغې سيمې په مسلمانانو باندې د ظلم د بندولو لپاره خپل پوره پوره كوشش وكړی.
٣_ ضروری ده چې د برما حكومت د دغه هيواد د روهينګيا مسلمانانو ښاريز حق دې ژر تر ژره هغوی ته وركړی كوم چې له تيرو دريو لسيزو څخه له هغو نه سلب شوی دی.
٤_ د بنګله ديش له مسلمان هيواد نه غواړو چې ژرترژره دې خپل سرحدونه خلاص كړی او په پولو كښې استوګن ګډوال دې خپل وطن ته داخل كړی چې د يوې انسانی غميزې د رامينځته كيدو مخنيوے وشی.
٥_ ضروری ده چې د مسلمانانو د وژلې، ورانكاريو او تيريو د مسببينو او عاملانو ته د سزا وركولو په لړ كښې دې هرڅه ژر تدابير غوره كړی.
په پائې كښې د ايران له روژتی ولس نه تقاضا كیږی چې د لكونو روهينګيائی مسلمانانو شرايطو ته په پام سره د ميانماری مظلونو لپاره د مرستې راغونډولو په طرحه كښې په ګډون سره د دغو خلكو د څو لسيزو د غمونو او مصيبتونو په كمولو كښې ونډه ولری. 1061875