د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، يو شمېر مصريانو پرون په قاهره كښې د عربو ډاكټرانو له اتحادیې سره د وابسته قدس كمېټۍ په دعوت احتجاجی غونډه وكړه او مسجدالاقصی ته د ننوتو لپاره د د جولائۍ د ٢٩ نېټې د ټاكلو په په اړه د صهيونېسټ رژيم ګواښونه سخت وغندل.
په دغو مظاهرو كښې ګډون كوونكو د مسجدالاقصی په خلاف د صهيونېسټ رژيم اقدامات په سختۍ سره وغندل. او د مسلمانانو په وړومبۍ قبله او اسلامی مقدساتو باندې د هر ډول تير د نتائجو په باره كښې یې خبردارے وركړ.
مظاهره چيانو د يوې بيانیې په جاری كولو سره وويل: مصر له انقلاب نه پس د مبارك د حكومت له وخت سره فرق لری او په مسجد الاقصی باندې د تيری په وړاندې به خاموشه پاتې نۀ شی.
صهيونېسټ رژيم نن د جولائۍ ٢٩ نېټه چې د زمری د مياشتې له اتمې نېټې سره سمون خوری د كذائی معبد د ورانولو د كليزې او مسجدالاقصی ته د صهيونېسټانو د ننوتو د ورځې په توګه نومولې ده.
1064659