IQNA

د مسجدالاقصی د وضعيت د څېړنې لپاره د الازهر او قدس كمېټۍ فوق العاده غونډه وشوه

19:58 - July 31, 2012
د خبر لمبر: 2382323
نړيواله ډله: د مسجد الاقصی د حالت د څېړلو لپاره د عربو ډاكټرانو له اتحادیې سره وابسته د قدس كمېټۍ او د الازهر يوه غېرمعمولی غونډه پرون د زمری دمياشتې په نهمه نېټه په قاهره كښې وشوه.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د CPI اطلاع رسونې د سایټ په نقل سره رپوټ وركړ، د الازهر شېخ حمد الطيب پرون مازیګر د عربو ډاكټرانو له اتحادیې سره د وابسته قدس كمېټۍ او د الازهر په يوه غېرمعمولی غونډه كښې د مقبوضه قدس اوسنے حالت او د مسجدالاقصی په خلاف د صهيونيسټ رژيم د تيريو مختلف اړخونه وڅېړل.
د مسجدالاقصی د محافظت د چارو سلاكار او د قدس د كمېټۍ غړی جمال عبدالسلام په دغه غونډه كښې د مسجدالاقصی او قدس شريف په خلاف د صهيونېسټ رژيم تيری بيان كړل.
هغۀ همدارنګ د روژې په مباركه مياشت كښې د صهيونېسټ رژيم د فوځيانو د ننوتو او د دغه جومات د امام او ځنيو نمونځګزارو د نيولو څه رنګوالے شېخ الازهر ته بيان كړ.
شېخ الازهر له قدس شريف او مسجدالاقصی څخه په خپلو پرېكنده ملاتړونو باندې په تاكيد سره دا موضوع د عربو او اسلامی نړۍ اصلی مسئله وبلله او او د قدس د كمېټۍ غړيو ته یې قول وركړ چې د فلسطين له ولس څخه د الازهر او مصر ملاتړونه به دوم ومومی.
1067085
captcha