د ايران د قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا) د اېشيا د لويدیځ او جنوب لويدیځ د څانګې د رپوټ له مخې د دغه هېواد د شيعه مسلمانانو رهبر څرګنده كړه: د پاكستان شيعه مسلمانان دې د ورژې د مباركې مياشتې په وروستۍ جمعه د قدس د نړيوالې ورځې لاريونونه په پراخه توګه جوړ كړی.
هغۀ پخلے وكړ: شيعه مسلمانانو ته پكار دی چې د فلسطين له مظلومو خلقو څخه د ملاتړ لپاره دې د دغه هېواد په وړو او لويو ښارونو كښې د شاندارو لاريونونو او جلوسونو لپاره ضروری انتظامات وكړی.
د ويلو ده چې د پاكستان سنی او شيعه مسلمانان د امام خمينی (رح) لخوا د روژې د مباركې مياشتې وروستۍ جمعه د قدس د نړيوالې ورځې په نوم نومولو ته پام سره د فلسطين له مظِلومو خلقو څخه د ملاتړ لپاره هر كال په دغه ورځ جلوسونه وباسی.
1068374