IQNA

په مسجدالاقصی كښې د روژې د مباركې مياشتې د دريمې جمعې نمونځ په شانداره توګه ادا شو

21:24 - August 05, 2012
د خبر لمبر: 2386227
نړيواله ډله: تقريباً درې لكه شل زره فلسطينيانو وړمه ورځ د زمری دمياشتې په ١٣ نېټه په مسجد الاقصی كښې د امنيتی بنديزونو باوجود د روژې د مباركې مياشتې د دريمې جُمعې نمونځ په شانداره توګه ادا كړ.
د ايران قرانی خبری اېجنسۍ (اېكنا)د اماراتو چاپ الاتحاد ورځپاڼې په نقل سره رپوټ وركړ، د مقبوضه قدس په شرقی برخه كښې د الاقصی د اسلامی ميراث او اوقافو موسسې وويل: وړمه ورځ تقريباً درې لكه شلو زرو فلسطينيانو مسجدالاقصی ته له ټول مقبوضه فلسطين څخه د نمونځګزارو له داخلېدو څخه د اسرائيلې غاصب رژيم د ځواكونو د بنديزونو او محدوديتونو باوجودپه دغه جومات كښې د جمعې نمونځ ادا كړ.
دغې موسسې د يوې بيانیې په جاری كولو سره اعلان وكړ: د قدس شريف او د نورو نيواكی زمكو اوسيدونكی وړمه ورځ د جُمې په ورځ سهار وختی مسجدالاقصی ته داخل شول او د قدس شريف پخوانۍ كوڅې د نمانځه د ادا كولو لپاره له فلسطينی نمونځګزارو څخه ډكې شوې وې.
د قدس شريف اوفلسطين مفتی شېخ محمد حسېن د جمعې په خطبو كښې وويل: دا جومات او د هغۀ چاپېره امكانات او چاپېريال د مسلمانانو مسلم حق دے.
د دغه رپوټ له مخې د اسرائيلو پوليسو قدس شريف ته د لويدیځې غاړې له څلوېښتو كالو نه د كم عمر نمونځګزارو له داخلې څخه مخنيوے وكړ او د دې مقصد لپاره یې په زرګونو پوليس ځاے پر ځاے كړی وو.
1070084
captcha