IQNA

د افغانستان اسلامی ګوند

د اسلامی هیوادونو اوسنۍ کړکېچو او بدامنی کښې فرانس لاس لری

20:01 - January 19, 2015
د خبر لمبر: 2731278
بهرنې څانګه: د افغانستان اسلامی ګوند یو بیانیه کښې ویلې دې: اسلامی هیوادونو باندې اخیرنۍ حملو کښې فرانس لاسونه لری.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) د آوا خبرونو نه په نقل: د افغانستان اسلامی ګوند مطبوعاتی دفتر یوې بیانیه کښې ویلې دی: د افغانستان، فلسطین، عراق، سوریه، لیبیا، یمن، سومالی، الجزایر، سوډان، مصر او پاکستان کښې په دې اخیره کښې کړکېچی زیاتې شوی.

اسلامی ګوند زیاته کړه: بهرنو هیڅکله د مسلمانانو خدمت نه دې کړی او همېشه یی د مسلمانانو د تباهی لټون کړی.

دې سیاسی ګوند خپله بیانیه کښې تاکید کړی: مسلمانان په کار دې هوښیار شی چې د مسلمانانو خلاف یو نړیواله جنګ شروع شوی، نو ځکه باید خپلو کښې یو شی او د دښمن ته مقابله کښې یو شی.

http://www.iqna.ir/fa/inter/News/2721488

captcha