نړیواله ډله: د لبنان حزب الله شرعی پلاوی مشر شیخ محمد بزبک مسلمانانو کښې د تکفیری وهابیت نفوذ ته ګواښ ورکولو سره دا د اسلامی نړۍ لپاره یوه لویه خطره وګڼله.
هغه لبنان کښې د یو پیاوړى او اغېزناکه دولت ته ضرورت باندې تاکید سره وویل: امریکا د اسلامی هیوادونو شننو او امارتونو کښې بدلولو لپاره کوښښ کوی.
شیخ محمد یزبک څرګنده کړه: عربی هیوادونو کښې اوسنی بدلون د عربی نړۍ کمزورتیا سبب جوړ شوی، خو ولی جمهوری اسلامی ایران سره د ټولو اقتصادی بندیزونو او فشار سره توان لرې چې خپل قدرت په نړی او سیمه کښې زیات کړی.
هغه زیاته کړه: که تکفیریانو په لبنان کښې د نفوذ او په دې هیواد کښې د خلافت جوړولو توان لرلو نو یو شیبه به یی صبر نه وو کړی.
دې لبنانی عالم په یمن باندې د سعودی عرب له اړخه تجاوز کولو باندې انتقاد سره وویل: د قاطعیت طوفان عملیات چې د وینه بهولو او تجاوز کولو یوه میاشتې نه پس د عربستان د هیلې ژوندون په نامه یمن کښې خپل جنایات پټولو نه زیات بل هیڅه نه وو.
شیخ محمد همدارنګه د امریکا کانګریس له کردو او د عراق اهل سنتو سره د مرکزی حکومت نه بې له اجازته مرسته کول د عراق د تقسیموالو او شننو لپاره او د اسرائیل او د هغه ملګرو سره مرسته ده.
http://iqna.ir/fa/News/3257133