قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د المنار خبرونو بنسټ نه په نقل، شیخ نعیم قاسم د لبنان «الحلوسیه» سیمې حسینیه کښې «احمد محمد حزب» د شهادت اوومې ورځې مراسمو کښې وویل: تکفیری ډلې ناویاته طریقو باندې د خلکو قتلونه کوې او سمې ویجاړه وی او په سیمه کښې موجود ستونزې او ناارامې له دې ډلې د لاسه دی، هغه زیاته کړه: تکفیری ترهګر د هیڅ عهد او پیمان باندې متهد نه دې، د موحدین په حق کښې د هغوی جنایات مونږ په سوریه کښې ولیدل او مونږ د دې ګواهان یو چې څرنګه هغې سره د تعهد نه پس هم د هغوی سرونه پرېکول.
هغه څرګنده کړه: باید په هره طریقه او په هره لار چې وې دا د سرطان مرغړی چې د اسرائیل غوندې مرغړی ده له بېخه نابود کړو. بل هیڅ یو لاره وجود نه لری چې دې ډلو سره توافق وکړو. هغې هیڅ څوک بې له ځانه نه خوښه وې دې یواځې نابود کېدو لپاره جوړ شوی او دې سره د مقابلې یوه لار ده هغه د دې نابود کول دې.
3314795