قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د «novinite.com» خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، نیکولای ملادنف، د BNT ټلویزیون چینل سره مرکه کې وویل: ترهګری او تکفیری ډلې داعش سره مقابلې لپاره د یو نړیوال ایتلاف جوړولو ضرورت دی.
هغه وویل: هغه څه ته توجه سره چې کوم ما پخپله عراق کې ولیدل، باید ووایم چې داعش سره مقابله لپاره د ځواکی حملې نه علاوه بل هیڅ یو لاره نشته.
د ملګرو ملتونو سازمان منځنی ختیځ استازی همدارنګه د شام حالاتو ته اشاره وکړه او وې ویل: ډپلوماسی او سیاسی تګلارې یواځې په دغه هیواد کې جنګ پای ته رسولو لاره ده.
ملادنف همدارنګه د مسلمانانو کډوالو حالاتو مسئله ته اشاره وکړه او وې ویل: باید تدابیر وشی چې کډوال خپل هیواد سره نږدې سیمه کې استوګنه جوړه کړی او وخت سره چې څنګه د خپل ځایونو ته په تللو قدرت پیدا کړی نو بېرته خپلې ځمکې ته لاړ شی.
ملادیف چې له دې نه وړاندې یی د بلغارستان بهرنې چارو وزارت مسؤولیت په غاړه لرلو څرګنده کړه: د اروپا هیوادونو مشران باید د هغه کډوالو چې د جنګ نه بی کوره شوی ترمنځه او د هغه کډوالو چې د کار په لټون کې راغلې د فرق قایل شی.
http://iqna.ir/fa/News/3363182