IQNA

اسماعیل هنیه:

د قرآن حافظانو نسل به د الاقصی جومات ازاده وی

2:47 - December 14, 2015
د خبر لمبر: 3462795
نړیواله ډله: د حماس غورځنګ سیاسی دفتر مشر مرستیال وویل: قرآنی نسل، هغه ایمان او فلسطینی جومات چی کومه اراده لری، قدس او د الاقصی جومات به انشاءالله ډېر زر ازاد کړی.


قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فلسطین مطبوعاتو خبرونو «صفا» نه په نقل، د فلسطین مخکې ولسمشر او د فلسطین اسلامی غورځنګ سیاسی دفتر مشر مرستیال اسماعیل هنیه، پرون د آذر میاشتی ۲۱، د قرآن زدکوونکو او د تحصیل نه فارغ شوی کسانو په مراسمو کې چې د غزه پولی په جنوب ولایت«رفع» کې واقع دی د «تاج الوقار ۷» عنوان سره په دغه مراسمو کې تقریر کړی.

هغه زیاته کړه: هغه کس چې ایمان راوړی په خپل دښمن باندې ګټور دی، که څه هم په لاس کې وسله نه لری.

اسماعیل هنیه څرګنده کړه: هغه انسان چې ایمان لری د بی ایمانه کس اپوټه وی ځکه چې هغه د ازادی او ګټه ترلاسه کولو لپاره کوښښ کوی.

د حماس غورځنګ سیاسی مشر مرستیال په دې مراسمو کې د ۲۰۰ ټول قرآن حفظ کوونکو نه لمانځلو هدف سره وویل: دې نسل خپل قدرت له قرآن او حدیث څخه اخیستلی.

هغه ادامه کې وویل: هغه کسان چې د الاقصی جومات ور چوکیداران یی چې د صهویونیستو دسیسه یی شنډه کړه تشویق کړل څک وو؟ هم هغه کسان وو چې له ایمان او قرآن سره د برید کوونکو صهیونیستو مقابلې ته ولاړ وو.

هنیه په اخیره کې تاکید وکړو: قرآنی نسل، هغه ایمان او فلسطینی جومات چی کومه اراده لری، قدس او د الاقصی جومات به انشاءالله ډېر زر ازاد کړی.

http://www.iqna.ir/fa/News/3462382

captcha