قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د (اینا) اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، د اسلامی دسازمان آیسسکو مشر بدالعزیز بن عثمان التویجری، یوه بیانیه خپرولو سره د واتیکان تصمیم نه چې په کې فلسطین یو رسمي او مستقل هیواد ګرځولي استقبال کړی.
دا موافقه د تېر کال جون میاشته کې د واتیکان او د فلسطینی مقاماتو ترمنځه لاسلیک شوي وه چې د دی میاشتې ۱۲ نه اجرا شوه.
التویجری په دغه بیانیه وویل: د واتیکان اقدام چې فلسطین یی په رسمیت سره او د یو مستقل هیواد په توګه وپېژندو د فلسطین مظلوم ولس چې له څو کالو رسي د اسرائیل د ظلم او زیاتي لاندې وخت تېره وي په حق کې یو عادلانه دریځ وو.
د آیسسکو مشر په دې بیانیه کې همدارنګه د نړیواله ټولنې غوښتنه وکړه چې د اسرائیل له اړخه د فلسطین ځمکه را خلاصولو لپاره کوښښ وکړي او د فلسطین ولسو ژوند ښه کولو او یو مستقل هیواد چې قدس یی پای تخت وي ترلاسه کولو لپاره مرسته وکړي.
د واتیکان او د فلسطین مقاماتو ترمنځه د موافقه لاسلیک نه شپږ میاشتې پس د واتیکان کلیسا حکومت د هفته په ورځ د دي میاشتې۱۲ تاریخ باندې اعلان وکړو چې دا موافقه به د ټولو شرطونو پوره کولو سره زر تر زره پیل کېږي.