IQNA

د ظریف شتون سره

د اسلامی هیوادونو بهرنې چارو وزیرانو غونډه په جاکارتا کې شروع شوه

0:40 - March 08, 2016
د خبر لمبر: 3479925
نړیواله ډله: د اسلامی ملګرتیا سازمان د مشرانو فوق العاده غونډه،د فلسطین او قدس شریف موضوع سره د محمد جواد ظریف په شتون سره جاکارتا کې شروع شوه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه (ایکنا) راپور له مخې، د (اینا) اسلامی نړیواله خبرونو نه په نقل، د اسلامی ملګرتیا سازمان د مشرانو فوق العاده پنځمه غونډه،د فلسطین او قدس شریف موضوع سره د اسلامی هیوادنو بهرنې چارو وزیرانو شتون سره چې د ایران استازې محمد جواد ظریف هم په کې شتون لري د ۵۴ هیوادنو او د نړیواله سازمانونو له استازو په شتون سره جاکارتا کې پيل شوه.

دا غونډه چې د محمود عباس، د فلسطین د خپلواکو انجمنو مشر په غوښتنه پیل کېږي چې دوه ورځې به ادامه لري چې سهارنۍ غونډه کې د اسلامی ملګرتیا سازمان د یو شمیر غړی هیوادونو مشران، په بیړنۍ او فوق العاده غونډه کی سره راغونډ شوي، تر څو د فلسطین او مسجدالاقصی په محور، شپږ موضوعګانی وڅیړی.

د اسرائیل اشغال کوونکې له اړخه د غزه پولې محاصره او د اسلامی ملګرتیا سازمان په دې اړه وظیفه د دې غونډې یو بل مهم موضوع دي.

همدارنګه په دې غونډه کې، فلسطین کې روانې پراختیایي په تېره د صهیونیستو استوګنه ښارونو کې پرمختګ او په دغه سیمو کې د اوسېدونکو شمېر کې تقریباْ د ۷۰۰ زره کسانو زیات والې به څېړلې کېږي.

د اسلامی ملګرتیا سازمان استازو هیوادنو مشرانو په شتون کې پنځم فوق العاده غونډه نن سهار د مصر ولسمشر او د اسلامی ملګرتیا سازمان دوولسم مشر عبدالفتاح سیسی تقریر سره پرانیستې شوه.

د اندونیزیا بهرنې چارو وزارت د اعلان په اساس، د اسلامی ملګرتیا سازمان غړې هیوادونو لس تنه به سبا په دې فوق العاده غونډّ کې ګډون کوې.

دا غونډه د عادلانه او دائیمی حل لارې ته د رسیدو لپاره د یووالی، او بیت المقدس باندې د اسرائیل د بې ساري سرغړونې او د کرانه باختری او غزه ظالمانه محاصره تر نامه لاندې پيل کېږي.

د دې غونډې لومړي غونډه چې د بهرنې چارو وزیرانو ترمنځه پيل کېږي، چې د غونډې پای کې به «د جاکارتا اعلامیه» صادر کېږي.

http://iqna.ir/fa/news/3481128


captcha