قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د الاسلام الیوم خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د صهیونیست له اړخه دا نوې اقدام چې د قدس ښار نوې جغرافیایی نقشه چې په کې یی له دغه ښار نه جوماتونه او اسلامی مرکزونه حذف کړي خپره کړي، چې د دې اقدام په دې اړه یو شمېر سوالونه او د اسلامی او مسیحي مرکزونو او سازمانونو له اړخه تاوتریخوالی او غصه سره مخامخ شوي.
دې سازمانونو او کارپوهانو خبرداره کړي چې د صهیونیستو دا اقدام د یهودي حکومت جوړولو په لار کې یو قدم دي چې رژیم اسرائیل له دې لپاره په ستره توګه تبلیغات کوي.
د عبری ژبې ورځپاڼه هارتص یو راپور کې اعلان کړي: د اسرائیل سیلانیانو وزارت یوه نوې نقشه د قدس ښار له ټولو جزئیاتو سره خپره کړي چې هغې کې یهودیانو کنیسه څرګنده ده خو ولی اسلامی مرکزونه، جوماتونه او د مسیحیانو کلیسا یی په دغه نقشه کې له بېخه حذف کړي دي.
دې وزارت له سیلانې کسانو ګرځوونکو نه غوښتنه کړې چې د دې ښار نه سیل کوونکو ترمنځه دا نوې نقشې وېش کړی.
د صهیونیستو له اړخه اسلامی مرکزونه او جوماتونه له قدس د نقشې نه حذف کولو سره یی د قدس ښار اسلامی سازمانونو او د مسیحي ولس غصه او تاوتریخوالی راپورته کړې او هغې د صهیونیستو دا اقدام د دې ښار یهودي جوړولو سره سم کړي.
همدارنګه کارپوهانو هم په دې اقدام باندې نیوکه کړي او دا کار یی د یهودیانو له اړخه د یهودو په قدس ښار کې د صهیونیست توطئه ادامه او د هغې وده ټاکلې چې د اسلامی مقدساتو او د مسیحیانو د عبادتی ځایونو له منځه لري کولو پروګرام لري.
دې ورځپاڼې ادامه کې د اسرائیل له اړخه د یهودیانو قدس کې د هویت مسئله ته اشارې سره لیکلې: قدس تراوسه د یو یهودي ښار کې بدلولو لپاره ډېرو بدلون سره مخامخ شوی او هم په دې اړه ډېر جوماتونه او کلیسا د افراطی صهیونیستو له اړخه ویجاړ شوي او ورته اور ورکړلې شوي دي.
http://iqna.ir/fa/news/3485959