IQNA

د لبنان عالمان

د استامبول اجلاس د اسلامی امت ترمنځه بېلتیا زیاته کړه

1:49 - April 18, 2016
د خبر لمبر: 3479976
نړیواله ډله: د لبنان مسلمانانو عالمان تاکید کړې، د اسلامی ملګرې ملتونو سازمان اجلاس چې استامبول کې پيل شو د اسلامی امت ترمنځه بېلتیا زیاته کړه.

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا)راپور له مخې، د العالم خبرونو چینل نه په نقل، د لبنان مسلمانانو عالمانو ټولنې د اسلامی ملګرې ملتونو هیوادونو په اجلاس اغېزمنه فضا او زورنې راوړل محکوم کړل.

دې ټولنې یوه بیانیه کې تاکید وکړو: ډېره د خفګان او خواخوږې خبره ده چې د امت وضعیت تر دې حده رسېدلې چې د ناتوانه فلسطین په اړه د یو تصمیم اخیستلو نه هم ناتوانه شو.

په دې بیانیه کې راغلې: مونږ دا تمه نه لرله چې د اسلامی ملګرې ملتونو سازمان اجلاس کې به تصمیم اخیستلو کې هم له هغه زورنو منلو او خطرو سره به مخامخ شي کوم سره اسلامی امت مخامخ دې، خو ولی دا اجلاس نه باید خپل اقداماتو سره د اسلامی امت ترمنځه بېلتیا رامنځته کړي او هغه په قومونو، ملتونو او په مختلفو مذهبونو کې ډلې ډلې کړي.

د لبنان مسلمانانو عالمانو ټولنه په یمن کې د ظالمانه جنګ پایی ته رسولو غوښتنه وکړه او د امنیتي لارې او د دغه هیواد د مختلفو برخو ولس شتون سره په سیاسي لارې د دغه هیواد ستونزې حل کولو تاکید وکړو.

http://iqna.ir/fa/news/3488834


captcha