قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د فلسطینی خبرونو «معا» نه په نقل، غزه کې د «ابن الجزری » د شخصیت اړخونو څېړنې د شیخ القراء لقب لرونکي لومړي کانفرانس د غزه الصحابة پوهنځې مرستې او د فلسطین اسلامی چارو او اوقاف وزارت او د غزه دارالقرآن او سنت همکارۍ سره پيل کېږي.
دا کانفرانس به د غزه ښار انصیرات سیمې د الصحابه پوهنځې د غونډې سالون کې پيل کېږي، یو شمېر د فلسطین د عالمانو انجمن استازې او یو شمېر عالمان، د پوهنتون استادان او محصلان به په کې شتون لري.
د فلسطین عالمان انجمن تېر مشر مروان ابو رأس د دارنګه علمی کانفرانس پيل کولو اهمیت باندې تاکید وکړو او وې ویل: دارنګه کانفرانس باید ګټور، د معاصر اړتیاوو سره سم، د څېړنو اصالت لرونکې، د غوښتنو سره سم پیل شي.
هغه دط ته اشارې سره چې د قرآن قرائت علم په شرعی علمونو کې ډې تاثیر لرلو وویل: د قران تفسیر ته قرآن له پرله پسې تلاوت نه ډېر مهم او اهمیت لرونکې دي.
مروان ابو رأس تاکید وکړو: عالمان او علمی موسسې باید دا فن(د قرائتونو علم او د قرآن تفسیر) ته ځانګړې توجه وکړې، ځکه چې د دې ډېرې ګټې دې او د الهي کتاب کې پټې خزاني ګڼلې کېږي.
محمد بن یوسف الجزايری الدمشقی په کال ۷۵۱ هجري دمشق کې نړۍ ته راغلو او په ۱۳ کالو کې د ټول قرآن حافظ شو او د تجوید او قرائتونو فن کې ډېرې پوهنې ترلاسه کړي.
هغه چې د شیخ القراء لقب لرې، په مختلفو دینی او قرآنی علمونو لکه تفسیر، حدیث، اصول، توحید، بلاغت، صرف او نحو وغیره باندې لاس بر کړو او د تجوید او قرائت، حدیث او د هغې علمونه، تاریخ، فضائل او مناقب په اړه یی مختلف کتابونه ولیکل.
http://www.iqna.ir/fa/news/3489264