قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د عبدالباسط محمد عبدالصمد دوه نایابه انځورونه نن سحر ۳۰ فروردین باندې په ویبپاڼه باندې خپور شو چې لیدل یی خوندور دې.
عبدالباسط به کال ۱۹۲۷ کې د مصر جنوب قنا ولایت ارمنت ښار یو کلې المزاغزه کې دینا ته راغلې، د هغه نسل کرد کډه وال دې چې د صلاح الدین ایوبی په وخت له ترکې نه مصر ته یی مهاجرت کړي وو.
د هغه پلار عبدالصمد د قرآن کریم د تجوید او حفظ استاد وو، عبدالباسط په ۶ کلنې وو چې له ارمنت مکتب القرآن نه یی د قرآن حفظ شروع کړو په لس کلنې وو چې قرآن یی حفظ کړو، له دې نه ورستو چې عبدالباسط ۱۲ کلنې شو له کلې نه ښار ته راغللو او د اصفون المطاعنه له اړخه دعوت شو ځکه چې عبدالباسط ته د استاد سلیم منښتلیک ورکړلې شوې وو چې ټول خلک یی منې.
عبدالباسط په ۳۰ نوومبر ۱۹۸۸ (۹ آذر ۱۳۶۷) کې د دیابت او سرطان له مرضه په ۶۳ کلنې عمر کې له دنیا سترګی پټې کړی.