قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، له پاکستان نه، د پاکستان مهم ښارونو کې د محرم الحرام میاشته کې د امام باړو او د عزادارنو لاریون لارو امنیت لپاره مهم او سخت اقدامات کړې.
د دې پروګرام پر اساس، د پاکستان د مختلفو ښارونو لارو کې به دا سخت امنیتي اقدامات ترسره کېږي او له دې لارو به پولیس سختي څارنې کوې.
دغه تصمیم د محرم الحرام میاشته کې د پولیس مرکزونو کې د امنیت په اړه یوې مهمې غونډه کې چې پېښور، ملتان، کراچۍ، راول پنډي او اسلام آباد کې د پاکستان د پولیسو عملیاتو مشر ستر مشر عباس مجید خان مروت په مشري کې ترسره شو.
پېښور تور پوښ شو
همدارنګه پېښور ښار کې د ایران کلتوري سازمان د پېښور «آج» ورځپاڼې نه په نقل سره راپور راکړې چې د محرم میاشتې په او د امام حسین علیه السلام د شهادت ورځې په احترام کې د خیبر پختونخواه مرکزي ښار پېښور ټول تور پوښ شوي.
هم دې برخه کې، عمومي ځایونه، دوکانونه، سړکونه، کوڅې، جوماتونه او امام باړې د شیعه او سنی مسلمانانو له اړخه پېښور کې تور پوښ شوي او د عزادارو نذر او خوړې لپاره ځایونه تیار شوي.
د امنیت او سولې حفظ کولو لپاره دغه کوڅو او ځایونو کې کورونه په کرایه ورکول او موټرسیکل هم په دغه ځایونو کې ودرولو او چلولو باندې بندیز لګولې شوي.
د خیبر پختونخواه حکومت په پېښور ښار کې د محرم الحرام په میاشته کې د امنیت لپاره ضروري اقدامات ترسره کړې دي.
http://www.iqna.ir/fa/news/3534301