IQNA

امریکایی محصلان فلم کې د حجاب معرفي

16:40 - March 01, 2017
د خبر لمبر: 3480412
نړیواله ډله: د نور عیسی حجاب د ملګرو ترمنځه د حجاب او اسلام په اړه ډېري پوښتنې پیدا کړي تر دې چې د نور یو څو همکلاسي ملګرو دغه موضوع د خپل فلم عنوان لپاره خوښ کړو.
امریکایی محصلان فلم کې د حجاب معرفي

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د Flyer Group خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، د جورجیا ولایت په دالتون ښار کې د یوې مدرسې محصله نور له دې نه خبره وه چې د هغې حجاب اچولو سره ژوندون به یی په یوې نوې لار روان شي.

عیسی وایئ: حجاب زما انتخاب وو خو ولی کله چې دا کار شورو کړو نو باید ادامه ورکړي، حجاب په سر کول د اسلام او د حیا او حجب نښه ده.

د نور عیسی حجاب د ملګرو ترمنځه د حجاب او اسلام په اړه ډېري پوښتنې پیدا کړي تر دې چې د نور یو څو همکلاسي ملګرو دغه موضوع د خپل فلم عنوان لپاره خوښ کړو.

دا فلم د «ازاده سیمه» په عنوان او بیا د یو مستند په توګه د «نوې امریکاییان» په نوم «پی بی اس» چینل خوښ کړي، دا مستند د مهاجرت، د ځوانان له نظره ټولنه او هویت په اړه دي.

ازاده سیمه فلم چې د نور عیسی او د هغې د کورنۍ په مرسته جوړ شوي، د مدرسې د استادانو او محصلانو د توجه مرکز وو او عیسی وویل: د دې فلم برخه سبب شوه چې مونږ دا توان پیدا کړو چې پخپله مسلمانۍ فخر وکړم او د زیات قدرت او توان احساس وکړم او دې فلم دا کار هم ترسره کړو چې غلط تصورات یی له منځه لري کړل.

http://iqna.ir/fa/news/3578278


captcha