قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د میدل ایسټ آنلاین خبرونو ویبپاڼې نه په نقل، رامی المنمر، د النمر کلتوری مرکز خاوند په بیروت کې د عربی خطاطی هنر موضوع سره په دغه مرکز کې نندارتون پیل کړي.
دا فلسطینی تاجر چې په بیروت کې زېږېدلې له هغه وخته په دې ښار کې ژوند کوې، د هغه کورنۍ د خپلو ځمکو او کورونو باندې د اسرائیل رژیم قبضه نه ورستو لبنان ته راغلې وه او ورستو دغه هیواد کې مېشت شوې وو.
هغه په بیروت کې د نندارتون په دړه وویل: دا نندارتون له اپرېل میاشتې(فروردین / اردیبهشت) نه شورو شوې دی او تر اکتوبر(د دې کال تر مهر میاشتې) به ادامه لري.
هغه وویل: دا قرآن یو افریقایی ځوان هغه وخت چې په افریقا کې غلامانو تجارت رایج وو لیکلې دي او د دې تاریخ کال ۱۷۴۰ ته ګرځي.
دې فلسطینی تاجر وویل: دا افریقایی ځوان د غلامانو د خرس په وخت د امریکا ینسیلوانیا ولایت نه یو د دولتمند کس په لاس اخیستلې شوي. خو ولی بیا ترې وتښتېدو او بیا ونیولې شو او د زندان په وخت کې یی دا قرآن کریم ولیکلو او خپل انځور یی د دغه قرآن په لومړۍ پاڼه جوړ کړو.
د غلامانو تجارت په افریقا کې په تېره پېړۍ کې نه یواځې په دغه قاره کې شتون لرلو بلکې اوس هم په ځنې هیوادونو کې دا شتون لري.
کله چې د اروپا استعمار په امریکا کې شورو وکړه نو دغه غلامان به په ځمکو او نوې کاڼې را ویستلو کې کار کولو، له افریقا نه به هلته وړې کېدل. د ۱۵۰۰ نه تر ۱۷۰۰ کالونو پورې تقریباْ ۱۵ ملیون افریقاییان امریکا ته اړولې شوې دي.
له کال ۱۷۷۹ نه تر ۱۷۹۰ پورې د غلامانو د تجارت په امریکا او انګلیس کې اوج وو.
http://iqna.ir/fa/news/3619177