قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د خبرونو iqra.ca ویبپاڼې نه په نقل، کانادا کې د بومیانو انجمن له مسلمانانو او د نورو دینونو نه دعوت سره اعلان کړي: مونږ همېشه د هدایت لپاره یو سوله یز، ګډ ژوند او اړیکو لپاره مقدس ځمکې او خپل خالق باندې تکیه کړي.
دې انجمن زیاته کړه: د دې هیواد د لومړي مېشتو په عنوان سره، له ټولو ښاریزو نه دعوت کوو چې به دې غونډه کې ګډون سره زمونږ د وخت د سختو مسئلو لپاره لار پیدا کولژو کې زمونږ مرسته وکړي.
د ملي دعا ورځ هغه ورځ ده چې د ټولو دینونو، عقایدو او فرقو خلک په خپلې خپلې عقیدې او طریقې سره په کلیساو، جوماتونو، کنیسه او معادونو کې عبادت او دعا کوي.
د کانادا بومیانو انجمن یو چارواکې دیو کورچینی وایئ: د خبرو اترو لحن په ملي سطح ډېر سخت او تفرقه نه ډک شوې، نو یواځې روح سره مونږ کولې شو چې د بشر په عنوان سره غونډ شو او ترمنځه فرق له منځه لرې کړو او د پرمختګ لار پیدا کړو.
هغه زیاته کړه: هیله لرم چې مسلمانان هم مونږ د کانادا بومیانو سره یوځای ودرېږي او له الله نه د ستونزو حل لاره او د سوله یزه ژوند لپاره غوښتنه وکړي.
د کانادا مسلمانانو ملي شورا اعلان کړي، د مسلمانانو خلاف د حملو شمېر کې په اخیرنو میاشتو کې زیاتوالی راغلې.
په کانادا کې د مسلمانانو خلاف حملې، د بسونو په اډو کې د مسلمانانو سپکاوې نه تر د جوماتونو ته اور اچولو او وسله یزه حملې کولو او د لمونځ کوونکو وژلو پورې شامل دي.