IQNA

اندونیزیا کې داعش سره تړون لرونکې مدرسه تعطیل شوه

12:17 - September 22, 2017
د خبر لمبر: 3480695
نړیواله ډله: د اندونیزیا په غرب کې د سوکاجایا په سیمه کې د ابن مسعود اسلامی مدرسه د ګاونډیانو له تماس نه او د اندونیزیا له چارواکو له اړخه داعش سره د دغه مدرسې تړون مشخص کېدو نه ورستو تعطیل شوه.
اندونیزیا کې داعش سره تړون لرونکې مدرسه تعطیل شوه

قرآنی خبر خپروونکې نړیواله ټولنه(ایکنا) راپور له مخې، د جاکارتا ګلوب ورځپاڼې نه په نقل، له څېړنو نه معلومه شوي چې تقریباْ د کارکوونکو نه ۸ کسان او د ابن مسعود دغه مدرسې طالبانو نه څلور کسان په ۲۰۱۳ نه تر ۲۰۱۶ کالونو پورې هڅې کړې وې چې شام ته داعش سره یو کېدو لپاره سفر وکړي.

که څه هم دغه مدرسه له داعش سره او د نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې لرو خبره رد کړې، خو ولی پولیسو ۲۵۰ طالبان مجبور کړل چې له خپل مور پلار سره اړیکې ونیسې او هغوي له مدرسې نه بوزې.

د مدرسې مشر آګوس پورووکو وویل: په دې مدرسه طالبانو ته د قرآن کریم حفظ او ښودنه کېږي، نو ځکه ابن مسعود یواځې د ماشومان نه د پاملرنې یو مرکز دي، هغه ماشومان چې د مور او پلار یی طلاق شوي یا زندان ته تلې دې له نورو ستونزو سره مخامخ دي.

خو ولی د دغه سیمې اوسېدونکې له یوې مودې نه د ابن مسعود مدرسې نه شکایت لري او دا بد نیتي لوړوالي ته هله ورسېده چې د اندونیزیا د خپلواکۍ د کلیزې په ورځ د دغه هیواد بېرغ ته یی اور ولږولو.

د دغه مدرسې د یوې لسیزې فعالیتونو نه پس تقریباْ ۱۸ کسان له طالبانو، معلمانو، مور پلار، بنسټګران او مالی حمایت کوونکې د داعش او نورو ترهګرو سره تړون لرلو تورن باندې نیولې شوي.

د اندونیزیا تېر او اوسني حکومت هڅه کوې چې په دغه سېمې کې افراط ګري تر پایی ورسېږي او له مختلفو لارو نه د دغې مسئلې حل لاره ترلاسه کړي.

http://iqna.ir/fa/news/3643268


captcha